ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزيرانو شورا:  ګردېز کې دې ژر د کرونا تشخيصيه مرکز جوړ شي

وزيرانو شورا: ګردېز کې دې ژر د کرونا تشخيصيه مرکز جوړ شي

author avatar
7 Apr 2020 - 15:12
وزيرانو شورا:  ګردېز کې دې ژر د کرونا تشخيصيه مرکز جوړ شي
author avatar
7 Apr 2020 - 15:12

ګردېز (پژواک، ۱۹ کب ۹۹): د ولسمشر غني په مشرۍ وزيرانو شورا په خپله وروستۍ ناسته کې عامې روغتيا وزارت ته دنده وسپارله چې د روغتيا نړيوال سازمان په همکاري دې ژر تر ژره د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د کرونا ويروس تشخيصيه مرکز جوړ کړي.

دوی ماليې وزارت د روغتون، لابراتوار او ياد تشخيصيه مرکز جوړولو او نورو تدابيرو لپاره ولايتونو ته د ټاکل شوې بوديجې پر انتقال موظف کړی او نورو مسوولو بنسټونو ته يې له بېوزله خلکو سره د مرستې لارښوونه هم کړې ده.

د پکتيا اوسېدونکي هم په ګردېز کې د کرونا ويروسي ناروغي د تشخيص او معايناتو د لابراتوار فعالېدو غوښتنه کوي او وايي که په دې اړه اړين تدابير ونه نيول شي، په دغه ولايت کې به کرونا ډېره خپره شي.

مدني فعال سيدجمال الدين اصف خېل وايي چې اړوندې ادارې دې د انتظار او ارقامو شمېرلو پر ځای په پکتيا کې د دې ناروغي مخنيوي ته چمتووالی ونيسي.

اصف خېل له وسله والو طالبانو هم غواړي چې له امريکا سره د سولې شوي تړون سره سم جګړه ودروي او په خبره يې د دغه انساني ناورين په مهار کې دې هلې ځلې وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((په نوره نړۍ کې ټول مخالف او متحد ګوندونه او ډلې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره سره يو شوي، خو بدبختانه زموږ په هېواد کې وسله والو طالبانو جګړې ته دوام ورکړی. زه د يو افغان په حيث له دوی جدي غوښتنه کوم، چې په داسې يو انساني ناروين کې دې له جګړې لاس واخلي.))

ولايتي شورا هم ياده مسله مهمه بولي او وايي چې په دغه ولايت کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو زياته وېره شته او که په وخت بازارونو ته د خوراکي توکو رسولو سربېره يې نرخونه کنټرول نه شي، خلک به قرنطين مراعت نه کړي.

د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي نيوکه وکړه چې لا هم په دغه ولايت کې د ډاکټرانو لپاره ځانګړي ماسکونه او لباس او د ناروغانو لپاره يې د درملنې اسانتياوې په نشت حساب دي.

ځاځي پژواک ته وويل: ((پکتيا لومړی درجه ولايت او د زون مرکز دی، زموږ لومړۍ غوښتنه بېچاره او غريب ولس ته د پاملرنې او د دې اړوند ټولو مسايلو په اړه ده، دويم قدم کې بايد هغه لوازم او اسانتياوې چې ضرور دي، ژر تر ژره دې ولايت ته انتقال شي.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې ځينو اړينو توکو، درملو او وسايلو ته اړتيا ده چې له مرکزي دولت سره يې شريکه کړې او همدارنګه يې د دې ناروغي لپاره صندوق هم جوړ کړی، چې له شتمنو او ټولو خيريه بنسټونو ور سره د همکاري غوښتنه کوي.

کټوازي وويل: ((له مرکز نه د طبي توکو غوښتنه شوې، يوه اندازه طبي توکي او يو څه پیسې رارسېدلې او په هغو هم خريداري شوې ده. دلته د زون په سطحه لابراتوار تيار لرو، خو چې اړين مواد، کېټونه او اسانتياوې راته راکړي او معاينات کابل ته د لېږلو پر ځای همدلته وشي، اوس موږ له دې ستونزې سره مخ يو.))

د پکتيا روغتيايي مسولين وايي په دغه ولايت کې تر دې دمه د کرونا ويروسي ناروغي پنځه مثبتې پېښې شوې او د لس نورو شکمنو پېښو سمپل پلازمېنې کابل ته د معايناتو لپاره لېږل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.