کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۹) : د ملګرو ملتونو د یونیسف اداره وایي چې د نورې نړۍ ترڅنګ کرونا ویروس په سویلي اسیا کې هم لسګونه میلیونه ماشومان له زده کړو او ښوونځیو بې برخې کړې دي.
د یونیسف لخوا د وري په ۱۹مه، پژواک اژانس ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له کرونا ناروغۍ مخکې هم په دې سیمه کې د زده کړوپر وړاندې ننګونې او ستونزې وې.
سرچینې زیاته کړې چې د کرونا ویروس له امله په سویلي اسیا کې د ښوونځي عمر لرونکي ۹۵ ميليونه ماشومان له زده کړو څخه بې برخې دي. د کويډ۱۹ روان کړکيچ په رامنځته کېدو سره د دې سيمې ۴۳۰ ميليونو څخه ډېر ماشومان د ښوونځيو د تړلو له امله په سويلي آسيا کې اغيزمن شوي دي او اوس د تعليمي سيستم څخه د بهر کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، که زيانمنو ماشومانو او ستونزمنو لارو لرونکو ځايونو لپاره د ښوونځيو د تړلو په وخت کې د زده کړې بل بديل برابر نه شي او له خپلو درسونو څخه وروسته پاتې شي، ښايي هېڅکله به هم بېرته ښوونځي ته لاړ نه شي.
یونیسف ویلي، که څه هم د کويډ۱۹ اغيزو له امله د لنډې مودې لپاره په درسونو او آزموينو کې د وقفې په برخه کې د غوره تګلارو په رامنځته کولو سره د دې سيمې له ښوونځيو څخه وقفې لرې شوي دي، خو لازمه ده، چې د سويلي آسيا ټول هېوادونه په چټکه توګه د زده کړې د دوام لپاره په کورونو کې پروګرامونه جوړ کړي، څو د اوږدې مودې لپاره د ښوونځيو د تړل کېدو په صورت کې تياری ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا په دې معنی ده، چې د زده کړو د دوام لپاره له راډيو، ټلويزيون او د موبايل ټکنالوژۍ او همدارنګه په کورونو کې زيانمنو زده کوونکو او هغو ماشومانو ته د زده کړې چاپي مواد ورکول، چې ټکنالوژي ته لاسرسی نه لري، ، له لارې پروګرامونو تطبيقول دي.
د سويلي آسيا لپاره د يونيسف په سيمه ييز دفتر کې د سيمه يیزې زده کړې سلاکار جيم آکرز وويل: (( موږ اندېښمن يو، چې د اوږدې مودې لپاره د ښوونځيو تړل پاتې کېدل نجونو او د معلولو زده کوونکو په ګډون زيانمنو زده کوونکو ته ډېر زيان اړوي. همدارنګه موږ د ګرځبنديز(قرنطين) په جريان کې د کورنيو تاوتريخوالو په ډېروالو سره پر ماشومانو باندې د رواني اغيزو په اړه هم انديښمن يو.))
په سويلي آسيا کې د يونیسف سيمه ييز مشر جين ګاف، وويل: (( کرونا وايروس يو بيړنی ستونزمن حالت رامنځته کړی دی، چې ماشومانو او نوي ځوانان د بېلابېلو لارو څخه چې له هغې ډلې څخه د زده کړو حق څخه زيانمنوي. موږ په دې ټوله سيمه کې چټکو کړنو ته اړتيا لرو، څو د ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخامخ نه شي.)
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن