هرات(پژواک، ۱۹وری ۹۹): د هرات روغتیایي مسوولین وایي چې د ډاکټرانو په ګډون ۴۱ روغتیایي کارمندان په دغه ولایت کې په کرونا اخته شوي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې په کرونا ناروغۍ د اخته ۲۵۷کسانو له ډلې ۴۱ یې روغتیایي کارمندان دي.
د هغه په خبره، چې په دې کسانو کې د هرات د حوزوي روغتون ډاکټران، نرسان او د نورو برخو کارمندان شامل دي. د نوموړي په وینا چې له دې ډلې دوو ډاکټرانو ایران له اخته کیدو مخکې سفر درلود او نور په روغتون او معاینه خانو کې پر دې ناروغۍ اخته شوي. دده په خبره چې په دې کسانو کې ښځې هم شاملې دي. د شېرزي په خبره چې یاد کسان ټول په کورونو کې قرنطین دي. اوس هرات ولایت په کرونا د اخته د ۲۵۷ کسانو شمېرې په لرلو سره د هېواد په کچه تر ټولو زیاتې پېښې لري. هغه وایي چې هره ورځ د ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسانو ټسټ په هرات کې کیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن