د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"امريکا کې د افغانستان سفارت د وزارت له پرېکړې سره په ټکر کې ګومارنې کړي"

"امريکا کې د افغانستان سفارت د وزارت له پرېکړې سره په ټکر کې ګومارنې کړي"

Apr 07, 2020 - 13:23

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۹): ځینې سرچینې وایي، امریکا کې د افغانستان سفارت کې د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې خلاف، پنځه تنه پر دندو ګومارل شوي او یو تن له دندې لرې شوی دی، خو  هلته افغان سفیره رویا رحماني وايي، دغه کار یې د وزارت په امر کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یو مکتوب کې راغلي چې د دغه وزارت له امر پرته د تېر کال د سلواغې له لومړۍ نېټې تر نوي امر پورې د افغانستان په سفارتونو او ټولو قونسلګریو کې نوې ګومارنې، تبدیلۍ، لرې کول او د ډېپلوماتانو په خدمتي ډول ټاکل ځنډول شوي دي.

خو یوې باوري سرچینې د وري په ۱۸مه پژواک خبري اژنس ته وویل، له پورتني مکتوب سره سم په سفارتونو کې ګومارنې، لرې کول او تبدیلۍ بندې دي، خو بیا هم د امریکا په متحده ایالتونو کې افغان سفیرې په دغه سفارت کې د پنځو مختلفو بستونو لپاره "د تعصب او غیر مسلکیتوب پر بنسټ" ګومارنې کړي او یو کس یې له دندې هم لرې کړی دی.

سرچینه زیاتوي:"امریکا کې د افغانستان سفارت د سکرټریت لپاره هما سروري، د مرستیال سکرټر لپاره اکرم صدیقي، د سفارت د اداري او تشریفاتو کارکونکې په توګه هوسۍ، د غونډو او مناسبتونو د تنظیم لپاره سمیرا او د رسنیو برخې لپاره فیهم له ټاکل شوي او له معیار پرته په لوړو تنخواوو ګومارل شوي دي."

اجمل سوله مل له پژواک خبري اژانس سره به خبرو کي دعوه کوي، وایي چې دی په امریکا کې د افغانستان سفارت د اداري او تشریفاتو څانګې مسوول و، خو ځکه له دندې لرې کړل شو چې د سفیرې رویا رحماني د لور لپاره د ډیپلوماټیک پلېټ له غیرقانوني ګټې اخستنې، سفارت کې د قومي تضاد او د رویا رحماني د ټیم کسانو له خپلسرو ګومارنو سره یې مخالفت کاوه.

 سوله مل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته شکایت کړی، وېیلي یې دي چې ده په رسمي ډول له دندې د لرې کېدو په اړه له سفارت څخه کوم لیک نه دی ترلاسه کړی، خو د سفارت اداري او مالی څانګې د سلواغې په ۲۴مه نېټه له دندې د ګوښه کېدو خبر ورکړی دی.

دی وایي چې دغه پرېکړه د بهرنیو چارو وزارت د سلواغې میاشتي له مکتوب او د ګومارنې له قوانینو سره په ټکر کې ده.

خو په امریکا کې افغان سفیرې رویا رحماني په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل:"په واشنګټن کې د افغانستان سفارت لپاره د څو تنو نوې ګومارنې له اړتیا سره سم او د مرکز په اجازه ترسره شوي او کاري تړونونه یې د بهرنیو چارو وزارت هم منلي دي."

هغې زیاته کړه: "د سفارت د تشریفاتو د مخکیني کارکونکي اجمل سوله مل کاري تړون، چې د سفارت اداري څانګې تر مدیریت لاندې یې کار کاوه، د کاري وړتیا نه لرلو له مخې د بیا ځل لپاره نوی نه شو او څو ځله مو لیکلې توصیه هم ورکړې چې اسناد یې هم موجود دي."

پژواک په دې برخه کې له یاد سفارت څخه اسناد وغوښتل، خو د سفارت د رسنیو څانګې مسوول سعید هاشمي وویل:"د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونې او اجازې پرته موږ نه شو کولی د سفارت اسناد له رسنیو سره شریک کړو؛ هیله ده زموږ معذرت ومنئ."

د بهرنیو چارو وزارت له ویاند هېواد ګران او مرستیال ویاند منصور خالقیار سره مو دا موضوع شریکه کړه، خو له یوې ورځې انتظار وروسته مو هم ځواب تر لاسه نه کړ.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking