د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د کرونا وایرس د تشخیص لابراتور پرانست

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د کرونا وایرس د تشخیص لابراتور پرانست

Apr 07, 2020 - 18:01
کندهار (پژواک، ۱۹ وری ۹۹): د عامې روغتیا وزیر کندهار ته د سفر پر مهال هلته د کرونا وایراس د تشخیص لابراتوار د پرانیستنې تر څنګ له اړوندو چارواکو او مشرانو سره د دغې ناروغۍ په وړاندې پر وقایې او مبارزې خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز له کندهار والي سره نن له غرمې وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې معلومات ورکړل او د خبریالانو پوښتنې یې ځواب کړې.
په پیل کې د کندهار والي حیات الله حیات وویل چې کندهار تر بل هر ولایت ډېر د کرونا وایراس له ګواښ سره مخ دی او له ایران او پاکستان څخه د افغان مسافرو ټولو هجوم پر همدې ولایت دی.
هغه زیاته کړه، هره ورځ له ایران او پاکستان څخه راتلونکي له ۸ تر ۱۰ زره افغانان له کندهاره تېرېږي خو دوی دومره امکانات نه ليري چې ټولو ته د کرنتین، خوراک او روغتیا امکانات برابر کړي، خو بیا یې ځينې ګامونه اخیستي دي.
دی وايي، هغه کسان چې له هرات، نیمروز او فراه څخه کندهار ته راځي د دې ولایت په ژیړۍ، هغه چې له کابل څخه راځي په دامان ولسوالۍ کې او هغه چې له پاکستان څخه راځي په سپین بولدک کې سکرین کېږي، څو د کرونا وایرس مشکوک ناروغان په نښه او روغتون ته ولېږدول شي.
خو ده خبر ورکړ چې ډېر ژر به له کندهار ښاره ولسوالیو ته پر غځېدلو لارو له چیک پواینټونو سره روغتیايي ډلې په کار وګومارل شي څو د دغه وایرس د لېږد رالېږد مخنیوی وشي.
حیات وویل، دم ګړی د کندهار ښار د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتو د کرونا د جدي ناروغنو د درملنې لپاره ځانګړی شوی خو دا چې دغه روغتون نوی جوړ شوی کافي تجهیزات او وسایل نه لري.
خو دی وایي، ډېر تمرکز یې پر عامه پوهاوي او احتیاطي تدابیرو دی چې له مخې یې کندهار ښار ۷۵ سلنه کرنیتن شوی دی، خو ستونزه دا ده چې دلته ډېری وګړي بې وزلې دي او که دغه موده غځېږي نو د هغوی ستونزې هم ډېرېږي.
وااي وویل ، هڅه کوي د سوداګرو، مرستندویه ادارو او هغو پیسو څخه چې دې ولایت ته د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره ځانګړې شوي، یوه برخه یې له بې وزلو سره په مرستو ولګوي.
هغه خبر ورکړ چې ولسمشر له کرونا سره د مبارزې لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي چې په شفافه توګه د لګولو لپاره یې د ولایت، ولایتي شورا، عامې روغتیا ریاست، مدني ټولنې او علماوو یوه ګډه کمېټه ټاکل شوې چې د اړتیاوو له ټاکلو تر پېرودنې او وېش پورې به ټولې چارې سمبالوي.
ده یادونه وکړه چې د دغو پیسو ۸۰ سلنه به یې له کرونا وایرس سره د مبارزې په برخه کې بر تجهیزاتو ولګول شي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز د کندهار د ولایتي ادارې له هغو اقداماتو مننه وکړه چې د کرونا وایرس پر ضد یې تر دې مهاله تر سره کړي.
ده وویل، که دغه اقدامات نه وای، ښايي په کندهار کې د کرونا پېښې تر ۲۳ هم ډېرې وای.
ده ټینګار وکړ، تر هغه چې خلک همکاري و نه کړي، وقایوي او احتیاطي تدابیر و نه نیسي، د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې هیڅ راز روغتیايي تجهیزات په درد نه خوري، ځکه تر دې مهاله نه د دې ناروغۍ واکسین شته او نه درملنه.
په همدې بنسټ نوموړي غوښتنه وکړه چې د کرنتین او احتیاطي تدابیرو په برخه کې باید جدیت لا ډېر شي.
ده یادونه وکړه چې پر پولو د کرنیتن امکانات ان پرمختللي هېوادونه نه لري، نو ښه دا ده هغه خلک چې له بهره راځي په خپلو کورونو کې ځانونه کرنتین کړي.
د عامې روغتیا وزیر خبر ورکړ چې همدا نن په کندهار کې د کرونا وایرس د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو چې د ورځې تر ۱۰۰ د کرونا د ناروغانو معاینات په کې کېدای شي او نور به د کندهار تر څنګ د هلمند، اروزګان او زابل پېښې همدلته معاینه کېږي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د کندهار ښار د ۳۵۰ بستریز روغتون د تجهیز لپاره چې اوسمهال د کرونا وایرس ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی، ۳ ټنه سامان الات ځانګړي شوي چې یو ټن یې کندهار ته رسېدلي او نور پر لارې دي.
دی وايي، په دغو توکو کې ټول هغه تجهیزات شامل دي چې د کرونا ناروغان ورته اړتیا ولري.
نوموړي یادونه وکړه چې له دې هر څه سره سره د کرونا د مخنیوي لپاره ګډې مبارزې ته اړتیا ده، پر همدې بنسټ یې پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه بس کړي، که داسې و نه شي نو کرونا به هېواد ته نه جبرانېدونکی زیان واړوي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې ښايي د روان کال تر ډسمبر پورې کرونا په افغانستان کې د یوه جدي ګواښ په توګه پاتې شي، خو د دوی هیله دا ده چې داسې و نه شي.
د عامې روغتیا وزیر داسې مهال کندهار ته سفر کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ولایت کې د کرونا وایرس ۱۰ نورې پېښې ثبت شوي او له دې سره په دې ولایت کې د دغې ناروغې پېښې ۲۳ ته ورسېدې.
کندهار له هرات، ننګرهار  او کابل وروسته څلورم ولایت دی چې د کرونا د تثبیت لابراتوار پکې فعالیږی دغه راز له هرات او.کابل وروسته د کرونا ډېرې پېښې په کې ثبتېږي او له همدې امله له تېرو څو اوونیو راهیسې کندهار ښار ۷۵ سلنه کرنتین شوی دی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan