ملګري ملتونه: د کرونا قرنطین له امله په کورونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی
کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۹) : د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریز ویلي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په کورونو کې قرنطین کیدل او د ښارونو تړل د ښځو پر وړاندې کورني تاوتریخوالی زیات شوی دی.
نوموړي پرون ماشام په یو ویدیویي پیغام کې غوښتي چې د کورني تاوتریخوالي ختمول باید د کروناویروس ضد کمپاین یوه برخه وي.
هغه زیاته کړې: “یو شمیر زیاتې نجونې او ښځې په کورونو کې چیرته چې باید په امن کې وي د مخ په زیاتیدونکي ګواښ سره مخامخ دي.”
ملګرو ملتونو راپورورکړی چې د کروناویروس د وبا د خپریدو په لړ کې په لبنان او مالیزیا کې کورنی تاوتریخوالی دوه چنده شوی دی او په چین کې چې نړۍ ته د کروناویروس د خپریدو منبع ده درې چنده زیات شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په فرانسه او جنوبي افریقا کې کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د مقاماتو په وینا په جنوبي افریقا کې د سرتاسري بندیز وروسته د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي ۹۰ زره پیښې رپوټ شوي دي.
مالیزیا د کروناویروس د خپرېدو په پیل کې یو جنجالي کمپاین پیل کړ او ښځو ته یې سپارښتنه وکړه چې پر خپلو میړونو سره ښه چلند وکړي، د تندي له تریو کولو ډډه وکړي او هغوی ته په کورني کارونو کې د ونډې نه اخیستلو په وجه پیغور ورنکړي، خو ډیر ژر حکومت مجبور شو چې دغه کمپاین ودروي.
په اسټرالیا کې چې حکومت د کروناویروسره مبارزې کې ۹۱ میلیون ډالر د کورني تاوتریخوالي مخنیوي ته ځانګړي کړي د ګوګل د رپوټ له مخې د کورني تاوتریخوالي په وړاندې آنلاین مرسته غوښتنه ۷۵ فیصده لوړه شوې ده.
ددې ترڅنګ په ترکیه کې فعالانو ویلي دي چې د میړونو په واسطه د ماندینو وژنه د مارچ د ۱۱ راهیسې چې په کورونو کې د قرنطین کیدو فرمان صادر شوی، خورا زیاته شوی ده.
دغه راز یو شمیر افغانانان په ټولنیزو شبکو کې د قرنطین پر مهال په کورونو کې د تاوتریخوالي په اړه پوسټونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي څو ورځې مخکې ویلي وو چې د کروناویروس پر ضد مبارزه په ټوله نړۍ کې اوربند ته اړتیا لري. هغه د افغانستان په څیر په ټولو جنګ ځپلو هیوادونو کې د ټولو ښکیلو اړخونو غوښتي وو چې اوربند وکړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن