ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابینې حنیف اتمر ته دنده وسپارله چې د کډوالو په اړه اندیښنې ایران سره شریکې کړي

کابینې حنیف اتمر ته دنده وسپارله چې د کډوالو په اړه اندیښنې ایران سره شریکې کړي

author avatar
7 Apr 2020 - 15:42
کابینې حنیف اتمر ته دنده وسپارله چې د کډوالو په اړه اندیښنې ایران سره شریکې کړي
author avatar
7 Apr 2020 - 15:42

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۹) : د ولسمشر غني په مشرې د کابینې غونډې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر ته دنده وسپاره، څو د افغان کډوالو د جبري ستولو او د کرونا د انتقال په اړه اندیښنې له ایران سره شریکې کړي. 

له ارګ څخه د وري په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه د هیواد د ټولو والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

سرچینې زیاته کړې په پیل کې ولسمشر د کابینې نویو غړو حنیف اتمر، عبدالهادي ارغندیوال، محمد شاکر کارګر ته ښه راغلاست وویل.

ولسمشر دغه راز د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د لازمو تدابیرو او مدیریت او همدا راز بې وزله هیوادوالو ته د مرستو رسولو په برخه کې د خصوصي سکتور د ونډې په خاطر د جمهوري ریاست د مرستیالانو او د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي، فعالیتونه او هڅې وستایلې.

هغه د کابینې په استازیتوب د ډاکټر حنیف الله حنیف د شهادت په مناسبت چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې یې خپل ځان د هیوادوالو لپاره قرباني کړ، د نوموړي کورنۍ او د افغانستان طبي ټولنې ته د خپلې خواخوږۍ ژور مراتب څرګند کړل.

ولسمشر کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د مالي انسجام په خاطر د ټولو والیانو پر مدیریت ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې د عمل چټکتیا، ځواب ویلو او همغږۍ په پام کې نیولو سره لازمو اقداماتو ته ادامه ورکړي.

 هغه زیاته کړه، د غوره حکومتولۍ په برخه کې یو مهم او سترګام اخیستل شوی چې هغه د کابینې په غونډه کې د ویډیو کنفرانس (VTC) له لارې د ټولو والیانو ګډون دی او دغه پروسه به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

 دغه راز د جمهوري ریاست دویم مرستیال، کابل ښار کې د کرونا ویروس خپرېدو د پراختیا او ګرځبندیز وضع کولو طرحې ته د کابل ښاریانو د نه پاملرنې په اړه موجوده اندېښنې څرګندې کړې وې ویل، د اطلاع رسولو په برخه کې باید لازمه پاملرنه او دقت وشي.

کابینې د کابل ولایت په سطحه کرونا ویروس سره د مجادلې کمېټې ته دنده وسپارله چې تر سبا دې خپله پیشنهادي طرحه د حکومت رهبري غونډې ته وړاندې کړي، ترڅو د کابینې د مخکېنۍ پرېکړې مطابق لازم تدابیر ونیول شي. همدارنګه یې د کرونا ویروس خپرېدو د وقایې او مخنیوي په خاطر د عامه پوهاوي دولتي کمېټه موظف کړه چې د ویاندویانو له لوري د اطلاعاتو وړاندې کولو د توحید په خاطر مناسبه تګلاره ترتیب او اجرا کړي.

دغه راز دویم مرستیال سرور دانش د هیواد ولایتونو ته له سرحدونو څخه د راستنېدونکو د انتقال په اړه د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي اضطراري کمېټې طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

هغه څرګنده کړه، هیواد ته د مهاجرینو له راتګ څخه د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او له ایران څخه دراستنېدونکو د مدیریت، د هغوی د روغتیایي وضعیت ته په کتو راستنېدونکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو؛ پر کرونا ویروس د اخته کېدو او مخنیوي د لارو چارو په اړه د دوی د پوهاوي سطحې لوړولو او له بېلابېلو سرحدي نقطو څخه د هغوی اړوندو ولایتونو ته د راستنېدونکو د خوندي او اسانه لېږد په خاطر دغه طرحه ترتیب او د تطبیق په موخه یې ممکنه انتخابونه په پام کې نیول شوی دی.

دغه راز د کابینې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست موظف شو چې په دې برخه کې شته اندېښنې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره شریکې او په اړه یې لازم اقدامات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.