د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​په کندهار کې اتو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

​په کندهار کې اتو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

Apr 07, 2020 - 21:48

 کندهار( پژواک،۱۹وری ۹۹): په کندهار کې د توغندویي برید له امله درې ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د یوه توغندويي برید په پایله کې ۳ ماشومان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن ماښام د دې ولسوالۍ په خوشاب سیمه کې رامنځته شوې ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، توغندی له نا معلوم لوري توغول شوی او د استوګنې په سیمه کې لګېدلی چې ۳ ماشومان یې وژلي او ۵ یې ټپيان کړي دي. دی وايي، له پېښې وروسته پولیس سیمې ته ورغلي، ټپيان یې روغتون ته لېږدولي او په دې اړه یې پلټنې پیل کړي چې توغندی د چا له لوري توغول شوی. باید وویل شي چې دغه سیمه کندهار هوايي ډګر ته څېرمه پرته ده چې له دې مخکې وسله والو وخت نا وخته پر هوايي ډګر ورته توغندويي بریدونه تر سره کول.                     

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan