کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۹) : تر ملګرو ملتونو وروسته اروپایي اتحادیې هم په افغانستان کې په بشري بنیادونو په بیړنۍ توګه د هر اړخیز اوربند غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټریز هم په افغانستان او نورو هغو هیوادونو کې چیرته چې جګړې دي، د کرونا پر ضد د سمې مبارزې لپاره د اوربند غوښتنه کړې وه.
په کابل کې دارپایي اتحاد دفتر لخوا د وري په ۲۰مه، پژواک اژانس ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په ټول افغانستان کې په عاجله توګه داوربند غوښونکي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د کرونا ویروس ټولو افغانانو ته یو ډول ګواښ رامنځته کړی ، ښځې، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري پرې اخته شوي دي.
اروپایي اتحادیې ویلي ، په وروستیو ورځو کې دا ویروس په ډیرې تیزۍ سره د نورې نړۍ ترڅنګ په افغانستان کې هم خوریږي ، اړتیا ده چې پر وړاندې یې جدي وقایوي اقدامات وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، په داسې حال کې چې د جګړو په صورت کې ددې ناروغۍ پر ضد مبارزه ستونزمنه ده او له ننګونو سره یې مخ کوي.
د سرچینې په وینا، د جګړو له امله د کرونا ویروس ناروغانو ته روغتیایي خدمات هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
اروپایي اتحادیې ویلي چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه په ګڼ شمیر جنګ ځپلو هیوادونو کې اوربند شوی، خو تر اوسه په افغانستان کې نه دی شوی.
دیادونې وړ ده، چې په افغانستان کې ۴۲۳ کسان پر کرونا اخته، ۱۵ تنه مړه او ۲۲ تنه روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن