ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت هڅه کوي د پراختیایی پروژو پیسو له کرونا سره په مبارزه کې ولګوي

حکومت هڅه کوي د پراختیایی پروژو پیسو له کرونا سره په مبارزه کې ولګوي

author avatar
8 Apr 2020 - 15:22
حکومت هڅه کوي د پراختیایی پروژو پیسو له کرونا سره په مبارزه کې ولګوي
author avatar
8 Apr 2020 - 15:22

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۹): د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې د پراختیایی پروژو له لګښتونو پاتې پیسې د مرسته کوونکو هېوادونو له هوکړې وروسته،له کرونا ویروس سره په مبارزه کې ولګوي.

افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمېر ۴۲۳ تنو ته رسیدلی، ددغې ناروغې له امله ۱۵ کسان مړه او شل نورروغ شوي دي، خو د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

له ارګ څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د مالیې وزارت رهبري پلاوي سره د کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره د مالي سرچینو لټولو په موخه خبرې وکړې.

په خپرپاڼه کې راغلي چې په دې ویډیو کنفرانس کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دوستو هېوادونو او بین المللي سازمانونو د یو شمېر هغو مرستو او ژمنو د انتقال په اړه چې تر اوسه په پراختیایی پروژو لګول کېدې بحث او خبرې وشوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پراختیایی پروژو له لګښتونو د پاتې پیسو لېست دې ترتیب شي، ترڅو مرسته کوونکو هېوادونو ته له مراجعې او د هغوی له هوکړې وروسته کرونا ویروس سره په مبارزه کې ولګول شي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور مياشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ څه باندې ۲۰۰ هېوادونو ته خپور شوى دی.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندی یو میلیون او دوه سوه زره کسان اخته شوي او شاوخوا ۷۰ زره کسان مړه شوي دي

د راپورونه له مخې، په ټوليزه توګه پر کرونا ناروغۍ له اخته کسانو شاوخوا ۲۷۰ زره کسان بیرته روغ او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.