غزني ښار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٩): په غزني کې د کرونا ويروس د دوه نويو پېښو په ثبتيدو سره په دغه ولايت کې د مثبتو پېښو کچه شپږو ته لوړه شوه.
د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکټر ظاهر شاه نيکمل د وري په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس دوه نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي.
هغه وايي چې د روانې اونۍ په اوږدو کې يې د چک لپاره د کرونا ويروس اته سمپلونه کابل ته استولي وو چې دوه يې مثبت دي.
ده زياته کړه: ((يو يې سپين ږيرى او بل يې ځوان دى، د غزني ښار اوسيدونکى دي او بهر ته د تللو کومه تاريخچه هم نه لري.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې تراوسه په دغه ولايت کې ټولټال د کرونا ويروس ٦٥ شکمنې پېښې ثبت شوي چې شپږ يې مثبت دي.
د يادونې وړ ده چې تر اوسه په هېواد کې د کرونا ويروس ٤٢٣ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ١٥ يې مړه شوي او ٢٠ نور بيا بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن