ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب د ناټو او متحدینو سفیرانو ته د طالب بندیانو خوشې کولو په اړه معلومات ورکړل

محب د ناټو او متحدینو سفیرانو ته د طالب بندیانو خوشې کولو په اړه معلومات ورکړل

author avatar
8 Apr 2020 - 19:04
محب د ناټو او متحدینو سفیرانو ته د طالب بندیانو خوشې کولو په اړه معلومات ورکړل
author avatar
8 Apr 2020 - 19:04

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۹) : د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د هغو هیوادونو له سفیرانو سره، چې په افغانستان کې عسکر لري، د ویډیو کنفرانس له لارې د بندیانو د خلاصون پر اړوندو پرمختګونو باندې خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د وري په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل،  د ملي امنیت سلاکار په دې کنفرانس کې وویل، چې افغانستان اماده دی، څو د بندیانو د خلاصون او د سولې پروسه مخته یوسي او په وینا یې چې تخنیکي ټیمونو په دې اړه پر ستونزمنو موضوعاتو پرمختګونه هم کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، د ملي امنیت د عمومي ریاست رییس ډګر جنرال سراج وویل، چې یو تعداد طالب زندانیان چې د ملکي اهدافو خلاف په لویو ترهګریزو پېښو کې شامل او د نړیوالو ترهګرو ډلو سره مستقیمې اړیکې لري، له بنده د خلاصون په صورت کې د افغانستان او متحدینو امنیت ته ګواښ پېښوي.

د ملي امنیت د شورا دفتر د زندانیانو د لستونو او د خلاصون د میکانیزم په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون نظریات  غوښتي او د طالبانو په بریدونو کې د قربانیانو د حقونو په اړه یې د یاد کمېسون یو تعداد وړاندیزونه د تطبیق لپاره تایید کړي دي.

د ملي امنیت سلاکار په ننني کنفرانس کې وویل، چې د جنګ د قربانیانو حقونه د افغانستان لپاره مهم دي. نوموړي یادو سفیرانو ته بلنه ورکړه، څو د یادې موضوع په اړه د نورو معلوماتو لپاره د ملي امنیت شورا دفتر سره په اړیکه کې شي.

د افغانستان حکومت نن د ولسمشر د فرمان له مخې د طالبانو سل تنه بندیان خوشې کړل.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.

ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ اوو یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې به مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی.

خو پرون شپه طالبانو اعلان وکړ، چې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او دوی خپل ټیم بیرته  غوښتی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.