کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۹) : د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په اونۍ کې درې ورځې افغان سوداګریزو موټرو ته د تګ اجازه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تیرې یوې میاشتې راهیسې د کرونا د مخنیوي په موخه له افغانستان سره ټولې لارې تړلې وې، خو دتیرې دوشنبې په ورځ د څلورو ورځو لپاره یې د تورخم او سپین بولدک لارې د مسافرینو پر مخ خلاصې کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د وري په ۲۰مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت په غوښتنه او د ښه ګاونډیتوب په نیت اونۍ کې ددریو و رځو لپاره افغان سوداګریزو موټرو ته هم د تګ اجازه ورکوي.
سرچینې زیاته کړې چې دا سوداګریز موټر به د دوشنبې، چهارشنبې او جمعې ورځو کې د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ځي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروسه به دراروانې جمعې په ورځ پیل شي او په دې اړه دواړو هیوادونو سلا مشورې ورکړې دي.
پاکستان ویلي چې د کرونا وبا د خپریدو په دې سخت وخت کې له افغانستان سره خپل یووالی څرګندوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن