ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​ولسمشر: د عامې روغتیا وزارت دې د رضاکارانو د ګومارنې مدیریتي طرحه وړاندې کړي

author avatar
8 Apr 2020 - 21:21
author avatar
8 Apr 2020 - 21:21

 کابل (پژواک،۲۰وری۹۹):ولسمشر غني نن مازیګر د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي سره له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دې وزارت د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.

له ارګ څخه پژواک ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د عامې روغتیا وزارت د ترسره شویو اقداماتو راپور وړاندې کړ.

هغه وویل، د عادي روغتیایي خدمتونو او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې زموږ کارونه دوام لري. نوموړي له عامې روغتیا وزارت څخه د جمهوررئیس د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه او د کرونا ویروس خطرونو ته په پام یې په تدارکاتي پروسه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه وړاندیزونه وکړل.

د عامې روغتیا وزیر د مکافاتو او مجازاتو پر اصل هم ټينګار وکړ ویې ویل: (( باید زموږ ظرفیتونه او صلاحیتونه زیات شي.)) ډاکتر فیروز زیاته کړه، بین المللي بنسټونه باید په همغږي ډول کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې عامې روغتیا وزارت سره کار وکړي. وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، حکومت کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیز اقدامات کړي، ولایتونو ته بودجه ځانګړې شوه، والیانو ته د دې بودجې د مصرف صلاحیت ورکړل شو او هغوی به د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې په غونډو کې حضور ولري. هغه زیاته کړه، که چېرې د والیانو په کړنو کې کوم ځنډ رامنځته کېږي، د جمهوري ریاست عالي مقام ریاست به یې د حل په برخه کې عاجل اقدامات وکړي. د جمهوررئیس لومړي مرستیال وویل، بین المللي بنسټونو سره باید د همغږۍ غونډه جوړه شي او والیان هم باید په کې برخه ولري. وروسته د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش وویل، باید یو مقتدر کمېسیون جوړ شي،ئ ترڅو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې صلاحیتونه او ځواب ویل له یوې سرچینې څخه ترسره شي. هغه پر دې په ټینګار سره چې د عامې روغتیا وزارت مسلکي ظرفیتونه باید زیات شي، زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د عادي تشکیل ترڅنګ باید په دې وزارت کې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یو لنډمهالی تشکیل هم جوړ شي. جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، کرونا موږ ته جدي ګواښ رامنځته کړی، باید په همغږۍ او ګډه مبارزه ورسره وشي. هغه د جمهوري ریاست دویم مرستیال څخه وغوښتل ترڅو د روغتیایي عاجلو صلاحیتونو د ورکړې د منظور په موخه پر یوې لایحې کار وکړي او د تدارکاتي چارو د چټکتیا په موخه باید ملي تدارکاتو ادارې سره یوه غونډه جوړه او د اړتیا په صورت کې دې عاجل کارونه عملیاتي واحد ته وسپارل شي. جمهوررئیس وویل: هماغسې چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودجې د مصرف لپاره والیانو ته صلاحیتونه ورکړل شوي، د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو ته به هم د شفاف او ځواب ویونکي میکانېزم په چوکاټ کې مشخص پولي واکونه ورکړل شي. هغه زیاته کړه، باید د مکافاتو او مجازاتو لپاره واضح معیارونه موجود وي. جمهوررئیس غني څرګنده کړه، له مدیریتي نظره اوسنی تشکیل د روغتیایي خدمتونو د ټولو اړتیاوو ځواب نشي ویلی او عامې روغتیا وزارت دې په مرکز او ولایتونو کې د ځانګړي اضطراري تشکیل جوړولو په اړه په خپل وړاندیز کار وکړي. هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس ګواښ څخه وروسته باید یو کاري ټیم تیار واوسي چې د هغه راتلونګي ګامونه مدیریت کړي. جمهوررئیس څرګنده کړه، بین المللي بنسټونو سره همغږي یوه اړتیا ده او د خپلو خبرو په پای کې یې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو څخه وغوښتل، ترڅو د رضاکارانو د ګومارنې لپاره خپله مدیریتي طرحه وړاندې کړي او همداراز د مصرف، اجراآتو، ګومارنو او تطبیق صلاحیت دې هم مشخص کړي.   

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.