د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۴۴۴ ته ورسېدې

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۴۴۴ ته ورسېدې

Apr 08, 2020 - 17:16

 کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له ۲۱ نویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر ۴۴۴ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار نن د وري په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې، دغه ۲۱ نوي پېښې په کابل، غزني، بغلان، لوګر، میدان وردګو، هلمند او تخار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، له دغو ۲۱ پیښو څخه ۱۲ په کابل،درې په غزني،دوېپه بغلان کې او یوه، یوه په لوګر، میدان وردګو،هلمند او تخار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې دې سره په هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۴۴ تنو ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کرونا ناروغې له امله ۱۵ کسان مړه او ۳۱ کسان روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور مياشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ شاوخوا ۲۰۱ هېوادونو ته خپور شوى دی.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندی یو میلیون او دوه سوه زره کسان اخته شوي او شاوخوا ۷۰ زره کسان مړه شوي دي.

د راپورونه له مخې، په ټوليزه توګه پر کرونا ناروغۍ له اخته کسانو شاوخوا ۲۷۰ زره کسان بیرته روغ او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking