کابل(پژواک، ۲۰ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د اميري کمپلکس ٦،٢٥ سلنه روغتيايي کارکوونکي په کرونا ناروغۍ اخته دي نو له همدې امله يې فعاليت ځنډول شوى دى.
د عامې روغتيا وزارت ویاند وحید الله مایار د وري په ۲۰ مه کابل کې د یوې خبري پر مهال وویل چې د اميري روغتون چارې به تر هغه ځنډول کيږي ترڅو د کرونا ناروغۍ له پلوه يې ټول کارکوونکي نه وي چک شوي.
په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو سره سم دغه شخصي روغتون ځينې اعلانونه خپاره کړل چې دوی د کرونا ناروغۍ د نمونې اخيستلو او چک کولو وړتيا لري.
خو د روانې اوونۍ په اوږدو کې د دغه روغتون يوه ډاکتر د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دې ترڅنګ د عامې روغتيا وزارت وايي چې دغه ډاکتر د ياد روغتون د مسوولينو بې پروايۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
وحيدالله مايار وايي چې د دغه روغتون ٦،٢٥ سلنه کارکوونکي په کرونا ناروغۍ اخته شوي او د نورو د اخته کېدو امکان يې هم شته دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه شخصي روغتون خلکو ته د درې زره افغانيو په بدل کې د کرونا ويروس معاينات ترسره کول چې په هېڅ صورت معياري نه وو.
خو امیري روغتون نن په یوه خپره شوې login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن