ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اميري کمپلس فعاليت وځنډول شو

د اميري کمپلس فعاليت وځنډول شو

author avatar
8 Apr 2020 - 15:13
د اميري کمپلس فعاليت وځنډول شو
author avatar
8 Apr 2020 - 15:13

کابل(پژواک، ۲۰ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د اميري کمپلکس ٦،٢٥ سلنه روغتيايي کارکوونکي په کرونا ناروغۍ اخته دي نو له همدې امله يې فعاليت ځنډول شوى دى.

د عامې روغتيا وزارت ویاند وحید الله مایار د وري په ۲۰ مه کابل کې د یوې خبري پر مهال وویل چې د اميري روغتون چارې به تر هغه ځنډول کيږي ترڅو د کرونا ناروغۍ له پلوه يې ټول کارکوونکي نه وي چک شوي.

په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو سره سم دغه شخصي روغتون ځينې اعلانونه خپاره کړل چې دوی د کرونا ناروغۍ د نمونې اخيستلو او چک کولو وړتيا لري.

خو د روانې اوونۍ په اوږدو کې د دغه روغتون يوه ډاکتر د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دې ترڅنګ د عامې روغتيا وزارت وايي چې دغه ډاکتر د ياد روغتون د مسوولينو بې پروايۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

وحيدالله مايار وايي چې د دغه روغتون ٦،٢٥ سلنه کارکوونکي په کرونا ناروغۍ اخته شوي او د نورو د اخته کېدو امکان يې هم شته دى.

د ‌نوموړي د معلوماتو له مخې دغه شخصي روغتون خلکو ته د درې زره افغانيو په بدل کې د کرونا ويروس معاينات ترسره کول چې په هېڅ صورت معياري نه وو.

خو امیري روغتون نن په یوه خپره شوې login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.