ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د کرونا تشخیصه مرکز چارې ودرېدې

هرات کې د کرونا تشخیصه مرکز چارې ودرېدې

author avatar
8 Apr 2020 - 11:49
هرات کې د کرونا تشخیصه مرکز چارې ودرېدې
author avatar
8 Apr 2020 - 11:49

هرات(پژواک، ۲۰وری۹۹): د هرات روغتیایي مسوولین وایي چې د چهارشنبې له شپې راهیسې د کرونا د تشخیص د لوازمو د نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د تشخیصه مرکز چارې ودرېدې.

د هرات روغتیایي مسوولین ددې چارې په تایید سره وایي چې د عامې روغتیا وزارت سره یې د اړتیا وړ تشخیص د لوازمو موضوع شریکه کړې ده. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزي پژواک ته وویل چې ټاکل شوې د یاد مرکز د اړتیا وړ لوازم نن مازیګر د ملل متحد د الوتکې په وسیله را انتقال شي او نور به بیا پنځه ورځې وروسته راوړل شي.

د هرات د عامې روغتیا رییس وایي چې په ټول هېواد او ان په نړۍ کې دوه ډوله لوازم ( وي ټي ام او پي ان اې) کم دي. ده زیاته کړه چې دغه لوازم د روغتیا نړیوال سازمان له خوا جوړیږي. هغه زیاته کړه چې د روغتیا نړیوال سازمان ددغو لوازمو د رالېږلو ژمنه کړې ده چې له دې سره به د کرونا د مشکوکو پېښو د تشخیص شمیر زیات شي.

دده په خبره، دغه دوه لوازم په عامه روغتیا وزارت کې هم کم دي. دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې یوشمېر کسان د کرونا د مشکوکو پیښو تشخیص ته منتظر دي. د یادونې ده چې تراوسه په هیواد کې په کرونا د اخته پېښو شمیر ۴۲۳ ته رسېدلی چې یواځې ۲۵۰ یې په هرات کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.