د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په تېرو ۳ ورځو کې له پاکستان او ايران ۶۰زره افغان مساپر هېواد ته راستانه شوي

په تېرو ۳ ورځو کې له پاکستان او ايران ۶۰زره افغان مساپر هېواد ته راستانه شوي

Apr 08, 2020 - 20:06

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۹): له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته په تېرو درېو ورځو کې څه باندې ۶۰زره مساپر راستانه شوي چې له دې جملې ۱۳زره له تورخم، څه باندې ۳۶زره له سپین بولدک، ۳زره د نیمروز او ۸زره د اسلام قلعه له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

سرچینې وايي، له دغو مساپرو زیاتره یې روغتیاپالانو چیک کړي دي، خو د هغوی د قرنتین کېدو او ورسره په احتیاط کولو یې ټینګار کېږي.

پاکستان شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د کورونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره، وروسته له هغې چې افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې په ډېرېدو شوې، له افغانستان سره یې خپلې پولې وتړلې، خو په وروستیو څو ورځو کې د پولې هغې غاړې ته په زرګونه مساپر بند پاتې وو چې ځينو ته یې سخت ناروغان او مړي هم پراته وو.

په افغانستان کې دا مهال د کورونا ویروس ۴۴۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۱۵ تنه ترې مړه او ۳۱ تنه ترې بېرته جوړ شوي دي. دغه ناروغي د هېواد ۲۵ ولایتونو ته غځېدلې چې زياتره پېښې یې په هرات او کابل ولایتونو کې دي.

کابل کې د پاکستان سفارت د وري په ۱۶مه رسنیو ته وویل چې حکومت یې د افغان حکومت په غوښتنه له دوشنبې تر پنجشنبې ورځې (د وري له ۱۸مې تر ۲۱مې) پورې د څلورو ورځو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارو د پرانیستېدو اعلان کړی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو درېیو ورځو کې له پاکستان څخه د تورخم له دروازې شاوخوا لس زره افغان مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

دی وايي: "د مرکز جلال اباد ښار او ټولو ولسواليو مسوولينو ته دنده سپارل شوې چې خپلو سيمو کې په تازه راستنو شويو کسانو پاملرنه وکړي او که نښې په کې وليدل شي، ژر دې روغتيايي ډلو ته وسپاري."

هغه زیاته کړه، په لومړۍ ورځ (دوشنبه) نږدې زر تنه، په دويمه ورځ (سه شبنه) لږ تر لږه لس زره او نن (چهارشنبه) د دوو زرو په شمېر مساپر راستانه شوي دي

خوږیاڼی وايي: "په لومړۍ ورځ له ۸۰۰ تر زرو تنو پورې چک شوي چې کومه شکمنه پېښه په کې نه وه او تېره ورځ بیا ټول بې چکه هېواد ته داخل شوي دي؛ کوم کسان چې نن راغلي، هغه هم ټول چک شوي دي."

د کندهار ولایت له مقام څخه وړمه ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې د وري په ۱۷مه نېټه د لارې له خلاصېدو وروسته په لومړۍ ورځ د سپین بولدک له لارې څه باندې نهه زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچينه زياتوي: "زر تنه مسافر په ویزه او پاتې ۸ زره ۱۹۸ تنه بې پاسپورته هېواد ته راستانه شول، چې د عامي روغتیا ریاست د ۵۰ تنه روغتیايي پرسونل تر دقیق سکېن وروسته ورته د راتګ اجازه ورکړل شوې ده."

په خبرپاڼه کې راغلي، مساپرو ته د وقایوي لارښوونو تر څنګ جدي سپارښتنه کېده چې ټول مساپر باید تر ۱۴ ورځو پورې په کورونو کې ځانونه قرنتین کړي.

سرچینه کاږي: "د دوشنبې په ورځ د کندهار سپین بولدک له لارې په راستنو شویو مساپرو کې یواځې پر یوې ښځې د کورونا ویروس شک شوی و چې اوس د سمپل اخيستلو او قرنتین لپاره د عینو مېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې تر پاملرنې لاندې ده او د پاتې نورو مساپرو د روغتیاپالانو له نظره د کورونا کومې نښې نه لرلې."

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کمېسار محمد شریف غرزي د وري په شلمه پژواک ته وویل چې په تېرو درې ورځو کې ۳۶ زره او ۴۹۶ تنه له پاکستان څخه د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دی وايي: "په لومړۍ ورځ چې لار پرانیستل شوه، تر مازدیګره ۹۱۹۸ تنه، په دویمه ورځ ۱۰۱۰۹ زره تنه او نن په درېمه ورځ ۱۷۱۸۹مساپر هېواد ته را ستانه شوي دي."

په کندهار کې سیمه ییزو چارواکو د پژواک خبریال ته ویلي چې په تېرو درېیو ورځو کې کوم مساپر چې هېواد ته د سپین بولدک له لارې راغلي، د روغتیايي ډلو له خوا ټول چیک شوي او یواځې دوه تنه په کې شکمن ګڼل شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه شکمن دوه تنه تېره ورځ له سعودي عربستان څخه لومړی پاکستان او بیا د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلي وو چې اوس په کندهار ښار کې د کورونا ناروغانو لپاره په ځانګړي شوي روغتون کې دي.

د پاکستان او افغانستان د حکومتونو پرېکړې له مخې، سبا به هم د تورخم او سپین بولدک لارې د مساپرو پر مخ پرانیستې وي.

بل خوا په نیمروز ولایت کې د کډوالو چارو ریاست یوه کارکوونکي محمد صدیق بلوچ نن پژواک ته وویل چې په تېرو درې ورځو کې له ایران څخه دغه ولایت ته ۲۷۵۰ مساپر راستانه شوي دي، خو هغه د دغو مساپرو د چک کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د هرات ولایت د کډوالو چارو رئیس جاوېد نادم د پژواک خبریالې ته ویلي چې له تېرې شنبې ورځې څخه تر تېرې ورځې پورې ۸۳۷۳ تنه د اسلام قلعه له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

خو د هغه په وینا، له ایران څخه څو اوونۍ وړاندې به هر ورځ له دغې لارې شاوخوا لس زره مساپر هرات ته راستنېدل.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking