ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: طالبانو بلخ کې اته ملکي وګړي له تښتولو وروسته وژلی

author avatar
8 Apr 2020 - 11:27
author avatar
8 Apr 2020 - 11:27

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۹): د بلخ ولایت امنیه قومانداني وایي چې وسله والو طالبانو اته ملکي وګړي له تښتولو وروسته وژلي دي.

ددې ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د وري په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه تیره ورځ  په شولګر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې وسله والو طالبانو دا ملکي وګړي د یادې ولسوالۍ د جرهای نهر سرخ له سیمې څخه تښتولی وو او وروسته یې بیا وژلي دی.

د نوموړي په وینا، پولیسو په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي، چې ددې پيښې لامل معلوم کړي.

خو عادل وایي چې دوی له دولت سره هیڅ ډول اړیکې نه لري.

د بلخ شولګره ولسوالۍ امنیه قومندان سید عارف اقبال وایي وسلوالو طالبانو دغه کسان د بلخ شولګره ولسوالۍ د نهرسرخ له سیمې څخه تښتولي او له تښتولو وروسته یې ټول وژلي.
اقبالي وايي طالبانو دغه عام وګړي ځکه وژلي چې دوی ته یې عشر او ذکات نه ورکاوه.
بلخوا د یادې ولسوالۍ څخه یوه سیمیزه سرچینه وايي وژل شوي کسان غله و، چې هر وخت به د شولګره ولسوالۍ د قوزي خوال سیمه کې عامو خلکو ته لار نیوله او خلک به یې لوټل؛ خو کله چې دا ځل غلا لپاره تللي له وسلوالو طالبانو سره مخ شوي او هغوی وژلي دي.

 وسله و الو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.