د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کرزی د بندیانو په تړاو د حکومت او طالبانو د خبرو ځنډول اندېښمن کوونکي بولي

کرزی د بندیانو په تړاو د حکومت او طالبانو د خبرو ځنډول اندېښمن کوونکي بولي

Apr 08, 2020 - 13:56

کابل(پژواک، ۲۰وری۹۹): پخوانی ولسمشر حامد کرزی د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو خوشي کېدو په خبرو کې پر خنډ اندېښمن دی او هیله لري چې دغه خبرې ژر پیل شي او امریکا له افغانستان سره پرخپلو ژمنو وفا وکړي.

طالبانو تېره ورځ وویل چې  د بندیانو خوشې کول په یوه او بله بهانه ځنډول کیږي او په کابل کې ددوی تخنیکي ډله نور په دې تړاو په بې پایلو ناستو کې ګډون نه کوي او خپل پلاوی بېرته ورغواړي.

د حامد کرزي له دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کرزی د حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د خنډ رامنځ ته کېدو اندېښمن کړی او هیله لري چې د دغه خبرې په هېواد کې د سرتاسري او تل‌پاتې سولې د ټینګښت لپاره ژر بیا پیل شي.

دغه راز کرزي په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره د امریکا له متحده ایالتونو غوښتي چې په دې اړه خپلې ژمنې پلې کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس متین بیګ وړمه ورځ وویل، طالبان غواړي لومړی یې هغه ۱۵ لوړ پوړي قوماندانان خوشې شي چې په لویو خونړیو بریدونو کې یې لاس درلود، خو افغان حکومت دا نه شي منلی.

خو یوې سرچینې وېیلي، کېدای شي چې نن له بګرام څخه سل طالب بندیان خوشي شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan