ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۴۸۴ ته ورسېدې

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۴۸۴ ته ورسېدې

author avatar
9 Apr 2020 - 13:50
افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۴۸۴ ته ورسېدې
author avatar
9 Apr 2020 - 13:50

 کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له ۴۰ نویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر ۴۸۴ تنو ته ورسېد.

 د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مایار نن د وري په ۲۱ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ نوي پیښې په  کابل، نیمروز، قندهار، پکتیا، بامیان، بلخ او لوګر ولایتونو کې ثبت شوې دي.

ده زیاته کړه، چې له یادو پیښو څخه، ۱۰ په کابل، ۱۴ په نیمروز، ۷ په کندهار، څلور په پکتیا، دوه په بامیان، دوه په بلخ، او یوه په لوګر ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دده په وینا، چې دې سره په هیواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۸۴ تنو ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کرونا ناروغې له امله ۱۵ کسان مړه او ۳۲ کسان روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور مياشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ  شاوخوا ۲۰۱ هېوادونو ته خپور شوى دی.

 په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندی یو نیم میلیون ‎ کسان اخته شوي او شاوخوا ۸۹ زره کسان مړه شوي دي.

د راپورونه له مخې، په ټوليزه توګه پر کرونا ناروغۍ له اخته کسانو شاوخوا ۳۲۰ زره کسان بیرته روغ او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.