کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) :د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ایتلاف د ملګرو ملتونو په غوښتنه په یمن کې د دوو اونیو لپاره د اوربند اعلان کړی دی.
په یمن کې له تیرو څو کلونو راهیسې د ایران ملاتړي حوثي وسله والو د ځایي حکومت پر ضد وسله وال فعالیت کوي، خو د سعودي او اماراتو په مشرۍ عربي اتحاد د حوثي وسله والو پر ضد د یمن د حکومت نظامي مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټینو ګوټریز څو ورځې مخکې د کرونا وبا پر ضد د سمې مبارزې لپاره په توله نړۍ کې داوربند غوښتنه کړې وه . دغې ادارې ویلي چې تر اوسه په ۱۷ هیوادونو کې اوربند شوی دی.
د سعودي په مشرۍ د عرب ایتلاف ویاند لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې د سعودي ددولتي اژانس لخوا خپور شوی، راغلي چې اوربند به سر له نن پنجشنبې ورځې څخه عملي کیږي.
سرچینې زیاته کړې دا حوثیانو پورې تړاو لري ، که چیرې په دې موده کې يې رغنده کارونه وکړل، نودا اوربندبه تمدید شي.
بلخوا د سعودي مرستیال ددفاع وزیر خالد بن سلمان له یمن سره د ۵۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی څو په دغه جنګ ځپلي هیواد کې له کرونا وبا سره سمه مبارزه وشي.
هغه له حوثیانو غوښتي دي چې د یمن د خلکو ژوند و امنیت ته د جګړې پر ځای ډیره پاملرنه وکړي.
حوثیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن