ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی

author avatar
9 Apr 2020 - 14:45
author avatar
9 Apr 2020 - 14:45

کلات (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) : د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی دي.

ددې ولایت یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندونولو یې ډډه کوله دوري په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن د زابل – کندهار پر لویه لاره د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه چې د طالبانو په دې برید کې د شهرصفا ولسوالۍ لپاره د سیمه ییزو پولیسو قوماندان له دوو نورو پولیسو سره وژل شوي دي او یو پولیس ټپي دی.

یادې سرچینې وویل چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي،

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.