ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: امریکا موږ سره د خپلې او ناټو د ماتې تړون لاسلیک کړی

ستانکزی: امریکا موږ سره د خپلې او ناټو د ماتې تړون لاسلیک کړی

author avatar
9 Apr 2020 - 09:27
ستانکزی: امریکا موږ سره د خپلې او ناټو د ماتې تړون لاسلیک کړی
author avatar
9 Apr 2020 - 09:27

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) : د طالبانو د قطر دفتر مرستیال او دمذاکراتي ټیم مشر عباس ستانکز وایي چې له دوی سره د خپلې تاریخي ماتې  تړون لاسلیک کړی دی.

د طالبانو د قطر دفتر مرستیال او د مذاکراتي ټیم مشر ملا عباس ستانکزي دغه څرګندونې د څرک په نامه مجلې سره په یوه مرکه کړې چې د طالبانو ویب پاڼه کې هم خپره شوې ده.

هغه د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې له امریکا سره لاسلیک شوي تړون ته په اشارې سره ویلي، چې دا په اصل کې له هېواده د امریکايي زبرځواک او ناټو د ځواکونو د وتلو توافقنامه ده.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په تیره شل کلنه جګړه کې د سل زرو طالبانو په ګډون  اته سوه زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د ستانکزي په وینا، اوس امریکا او ناټو خپله ماتې ومنله او له افغانستانه د وتلو لپاره یې ځان ته لاره جوړه کړه. د تړون لاسلیک یوه تاریخي ورځ وه.

دی وایي، د دې توافقنامې په اساس به امریکا او ناټو په څوارلسو میاشتو کې خپل ټول نظامي، استخباراتي، قراردادي، بحري، ځمکني، هوايي او نور هر ډول قوتونه باسي، او یوازې به د سفارت ډیپلوماټان چې د بهرنیو چارو وزارت مامورین به وي دلته د پاتې کېدو اجازه لري.

هغه ادعا کړې ده، چې دا توافقنامه د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري. د افغانستان په تاریخ کې ډیرې معاهدې شوې، خو ممکن دا یوازینۍ هغه معاهده وي چې سل فیصده د افغانانو په ګټه ده.

ده زیاته کړې : (( له امریکا سره مذاکراتو کې زموږ په ټیم کې اتلس ملګري وو، چې ښه تجربه کاره مجاهدین، علماء کرام او لیکوالان پکې وو، او مشري یې زما پر غاړه وه. د امریکايي ټیم مشري زلمي خلیلزاد کوله، او د نظامي جنرالانو او حقوقي څارنوالانو په شمول تقریبا د امریکا د هرې ادارې نمایندګان ورسره وو.))

د طالبانو د قطر دفتر مرستیال وایي، د توافقنامې ترڅنګ دوې ضمیمې دي چې هغه د دې هوکړې شرحه ده. د بیلګې په ډول د هوکړې په مسوده کې ویل شوي چې په څوارلسو میاشتو کې به ټول امریکایان له افغانستانه وځي. د توافقنامې په ضمیمه کې دا تشریح شوې چې امریکایان به څنګه او لومړی له کومو اډو وځي، هوايي وتل به یې څنګه وي، ځمکني به یې څنګه وي، حمایه به څنګه وي، برید به پرې کیږي او که نه… همدې ته ورته مسایل پکې شرحه شوي دي.))

د هغه په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې دوه محرم اسناد هم شته. هغه د ده په اصطلاح محرم اسناد همدا ضمیمې دي، چې د توافقنامې شرحه ده. داسې کوم پټ شی له امریکا سره نه دی لاسلیک شوی.

ستانکزی وایي، په دې توافقنامه کې دا تعهد هم شوی چې په راتلونکې کې د ټول-شموله اسلامي حکومت مسوولیت به وي چې چا ته به د امریکا، غرب او ملګرو پر ضد یې د افغانستان د خاورې د استعمال اجازه نه ورکوي. البته که څوک په افغانستان کې اوسي، د مهاجر یا مېلمه په حیث اوسېدلای شي.

ده زیاته کړې : (( هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ جوړ کړي دا د توافقنامې شرط دی.))

د طالبانو د مذاکراتي ټیم  مشر وایي، له امریکا سره د توافقنامې بله موضوع بین الافغاني مذاکرات دي. دا خبرې به پخپله د افغانانو ترمنځ وي او امریکایان به پکې مداخله نه کوي .

د هغه په وینا، د مقابل لوري ټیم به د افغان جهتونو وي، ممکن دافغان حکومت یو تن پکې ځای ولري، خوپه شخصی توګه نه د حکومت په استازیتوب .

هغه زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې د ډیرو تلفاتو ترڅنګ ډیر زیات اقتصادي زیانونه هم لیدلي، که څه هم امریکا خپل اصلي تلفات پټ کړي دي.

ستانکزی وایي، امریکا له سیاسي، اقتصادي او نظامي لحاظه په افغانستان کې ماتې وخوړه او ستړې شوه. د خپل شکست پټولو په خاطر یې آن له ۲۰۰۸ز کال راهیسې هڅې پیل کړې وي چې له سیاسي اړخه ځان ته د وتلو لار جوړه کړي.

د نوموړي په وینا، امریکا اړ ده د معاهدې په اساس به له افغانستانه وځي. دا چې دوی نورې خبرې کوي او غواړي دنیا ته وښيي چې پخپله افغانستان ته راغلي او پخپله به ځي، دا ډول نه ده.

ده زیاته کړې، حقیقت ټولې دنیا ته معلوم دی چې امریکا ماته شوه. دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې امریکا له  طالبانو سره د خپل شکست توافقتنامه لاسلیک کړه.

ستانکزی ویلي چې په افغانستان کې د امریکا شتون پاکستان، ایران او نه هم روسیې او اچین ته د زغم وړ دی. په دې توافقنامه ګاونډیان او د سیمې هېوادونه هم زیات خوشحاله دي.

 

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.