خوست (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) : ناپیژانه وسله والو کسانو په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي ځوان سرښوونکی وژلی دي.
پېښه پرون مازيګر شاوخوا څلور بجې ددغه ولايت د مرکز اړوند د ګلزار اکا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
ددې ولایت د امنيې قوماندانۍ مسوولین يې هم پخلی کوي او وايي د پېښې په اړه د پوليسو څيړنې روانې دي.
د خوست د پوهنې ریاست پيښه تاییدوي، خو وایي چې تر پلټنو وروسته معلومات شریکوي.
تر اوسه ددې پښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن