ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټوله نړۍ کې  د کرونا ناروغانو شمیره  له یو نیم میلیون کسانو واوښته

ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمیره له یو نیم میلیون کسانو واوښته

author avatar
9 Apr 2020 - 09:38
ټوله نړۍ کې  د کرونا ناروغانو شمیره  له یو نیم میلیون کسانو واوښته
author avatar
9 Apr 2020 - 09:38

کابل (پژواک،۲۱ ورى ٩٩): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمیره له یو نیم میلیون کسانو اوښتې او له دې ناروغۍ د مړو شویو  کسانو شمیره ۸۵  زرو ته رسیدلې ده.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ یونیم میلیون او شاوخو لس زره کسان اخته شوي دي.

دغه سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۹ زره کسان مړه شوي چې ډیری یې اروپایي هیوادونو کې دي.

د امریکا د جان هاپکن پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې ۳۲۰ زره کسان بیرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته شوي، هلته تر ننه پورې شاوخوا ۴۳۰  زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی اوڅه دپاسه ۱۵ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز په هسپانیا کې ۱۵۰ زره پرې اخته او۱۵  زره مړه شوي دي، په ایټالیا کې ۱۴۰ زره کسان پرې اخته او ۱۸ زره ترې مړه شوي دي،  په جرمني کې ۱۱۲ زره زره پرې اخته او ۲۲۰۰ تنه مړه شوي دي، په فرانسه کې ۱۱۳ زره  کسان پرې خته او ۱۱ زره مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره پرې اخته او ۳۴۰۰ مړه شوي ، په ایران کې ۶۵ زره پرې اخته او ۴۰۰۰ مړه شوي دي، په پاکستان کې ۴۳۰۰ زره کسان پرې اخته  او ۶۵ تنه مړه شوي، په هندوستان کې ۶۰۰۰ زره پرې اخته او ۱۸۰ تنه مړه شوی دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.