کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) : پاکستان له افغانستان څخه غوښتي دي چې دداعش ډلې د خراسان څانګې د نیول شوي مشر د نورو پلټننو لپاره ورته وسپاري.
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د وري په ۱۶مه، خبر ورکړی و چې دداعش خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي یې له ۲۰ نورو قوماندانانو او غړو سره نیولی دی.
سرچینې زیاته کړې وه، اسلم فاروقي چې اصلي نوم یې عبدالله اورکزی و، د کوزې پښتونخوا د اورکزۍ ایجنسې اوسیدونکی له یو شمیر نورو پاکستانیانو سره د ځآنګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی.
ملي امنیت ویلي وو، چې نوموړي نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره اړیکې لرلې او د افغانستان ترڅنګ په پيښور ښار کې یې هم ترهګریز فعالیتونه کړي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د وري په ۲۱مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل یې غوښتی و، او ترې یې د اسلم فاروقي د سپارلو غوښتنه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې پاکستان تل په افغانستان کې دداعش ډلې پر فعالتیونو خپلې اندیښنې له افغان حکومت سره شریکې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، داچې اسلم فاروقي په افغانستان کې د پاکستان ضد فعالیتونو کې ښکېل و، دوی غواړي چې له هغه څخه د نورو پلټنو لپاره پاکستان ته وسپارل شي.
دافغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه ښودلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن