غزني ښار ( پژواک، ۲۱ وری ۹۹): د غزني حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت د کرونا ناروغۍ له امله یو کس مړ شوی دی.
د غزني د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول سمیر احمد احمدي د وري په ۲۱ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په کوید ۱۹ شل بستریز روغتون کې پر کرونا ویروس اخته یو کس مړ شوی دی.
دی وایي چې په دغه ولایت تر اوسه شپږ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي چې یو تن یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ده زیاته کړه: ( دغه کس د غزني ښار اړوند کوچی اوسیدونکی و.) د یادونې وړ ده چې په ټول هېواد کې تر اوسه د کرونا ویروس څه باندې درې زره شکمنې پېښې ثبت شوي چې ۴۸۴ یې مثبت دي. د یادو کسانو له ډلې څخه د غزني له پېښې سره ۱۶ کسانو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی خو له ۳۰ ډېر بیا بېرته جوړ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن