ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې سر له نن څخه د ګرځبنديز قیودات سخت شول

په کابل ښار کې سر له نن څخه د ګرځبنديز قیودات سخت شول

author avatar
9 Apr 2020 - 09:34
په کابل ښار کې سر له نن څخه د ګرځبنديز قیودات سخت شول
author avatar
9 Apr 2020 - 09:34

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) : د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیرمسعود اندرابي وایي چې سر له نن څخه په کابل ښار کې د ګرځبندیز قیودات نور هم سختیږي.

هغه پخپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په تیرو څو ورځو کې د ښار په مرکزي سیمو کې قیودات ډير خو د ښار په لرو سیمو کې ډیردا قیودات ډیر نه دي عملي شوي.

اندرابي ویلي چې سر له نن څخه دا قیودات سختیږي او که له اړوندو کسانو او اړتیا پرته څوک په ښار کې ولیدل شي، پولیس به ورسره جدي چلند کوي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت د څېړنو له مخې پدې وروستیو کې کورونا ویروس د افغانستان په ښارونو کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او د مخنیوي لپاره یې باید ژر تر ژره جدي او بېړني اقدامات ترسره شي.

سرچینې زیاته کړې، تر دې وړاندې ښارونو کې د خلکو د روغتیا ساتنې او پر دې خطرناک ویروس له اخته کېدو د مخنیوي په پار  ګرځبندیز وضع شوی و او اوس اړتیا ده چې وضع شوي محدودیتونه د تېر په پرتله لا جدي او ګړندي شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پر دې بنسټ کورنیو چارو وزارت ټولو هېوادوالو په تېره بیا کابل ښاریانو ته ابلاغ کوي، څو له خپلو کورونو ونه وزي او په سړکونو، بازارونو، تفرېح ځایونو او ... کې له ګرځېدنې او تګ راتګه ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، پر دې سربېره ملي پولیسو ته هم لارښوونه شوې، څو هغه کسان چې له بېړنیو وظيفوي چارو پرته د لېږدوونکې واسطې/پلي تګ راتګ کوي، تر جدي څېړنې او ګروېږنې لاندې ونیسي او دوی سره قانوني جدي چلند وکړي.

د کومو ادارو کارکوونکي چې شتون یې لازمي دی، د آی. ډي کارت تر پوښتلو او ډاډ ترلاسه کولو وروسته به اجازه ورکول کېږي او له دې ابلاغیې مستثنا دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په اوسنیو شرایطو او وضع شویو محدودیتونو کې له ملي پولیسو سره د خلکو همکاري د هېوادوالو د روغتیا ساتنې ضامن کېدای شي.

د یادونې وړ ده، چې د کرونا ویروس د نورې نړۍ ترڅنګ په هیواد کې هم په تیزۍ سره خپریږي او تر اوسه په ټول هیواد کې ۴۴۴ کسان پرې اخته، ۱۵ مړه او ۲۲ روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.