ګردیز (پژواک، ۲۱ وری ۹۹): د پکتیا حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې پر کرونا د یوه اخته ناروغ د کورنۍ څلور نور غړي هم دغې ناروغۍ نیولي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د وري په ۲۱ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت د کرونا ناروغۍ څلور تازه پېښې ثبت شوي دي.
هغه وویل چې دغه څلور تنه پر کرونا ناروغۍ د اخته یو بل ناروغ د کورنۍ غړي دي.
ده زیاته کړه چې د دغو پېښو په ثبتیدو سره پکتیا کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر نهو ته ورسیده.
ده وویل: (( د عامې روغتیا وزارت له هدایت سره سم مونږ د ناروغ د هویت او د استوګنې ځای په اړه معلومات نه شو ورکولای.))
خو پکتیا کې یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل چې دغه کورنۍ په څکمنۍ ولسوالۍ کې اوسیږي.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه په هیواد د کرونا ویروس شاوخوا درې زره شکمنې پېښې ثبت شوي چې ۴۴۴ یې مثبت دي.
د یادو پېښو له ډلې څخه ۱۵ تنه مړه شوي خو ۲۰ نور بیا بیرته روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن