ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د طالبانو سل  تنه نور بندیان له بګرامه خوشې کړل

حکومت د طالبانو سل تنه نور بندیان له بګرامه خوشې کړل

author avatar
9 Apr 2020 - 15:50
حکومت د طالبانو سل  تنه نور بندیان له بګرامه خوشې کړل
author avatar
9 Apr 2020 - 15:50

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) : د افغانستان د امنیت شورا و ایي چې د ولسمشر اشرف غنی د فرمان له مخې یې نن د طالبانو سل تنه نور بندیان له بګرام زندان څخه خوشې کړل.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د وري په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه طالب زندانیان د دوی  روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شول.

هغه زیاته کړه، دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو تخنیکي ټیم  د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، په کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک او بحثونه یې پرې کړي وو.

فیصل وویل چې دولسمشر د فرمان له مخې  د سولې پروسې د ملاتړ په موخه د  طالبانو د بندیانو د خوشې کولو لړۍ به دوام کوي او په لومړي پړاو کې به ۱۵۰۰ تنه بندیان خوشې شي.  

فیصل وایي، دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان اسلامي جمهوریت عین ډاډ د طالبانو ډلي له رهبرۍ څخه په دوحه کې ترلاسه کړی دی.

طالبانو تر اوسه ددې بندیانو د خوشې کولو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.

ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ اوو یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې به مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی.

خو دوه  ورځې مخکې طالبانو اعلان وکړ، چې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او دوی خپل ټیم بیرته  غوښتی دی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.