د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د تورخم ښاروال د قبایلو رییس پر غصب او مالیې نه ورکولو تورن کړ

د ننګرهار د تورخم ښاروال د قبایلو رییس پر غصب او مالیې نه ورکولو تورن کړ

Apr 09, 2020 - 15:43

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) : د ننګرهار دتورخم ښاروال ددغه ولایت د قبایلو رییس د ځمکې پر غصب او دولت ته د مالیې په نه  ورکولو تورن کړی دی، هو رییس دا ادعا ردوي او ښاروال پر فساد تورنوی.

د تورخم ښاروال رحمت الله زیارمل وايي، د هیواد د پخواني قاضي القضات مولوي فضل هادي شینواري زوی خلیل شینواري او ورور وجیه الله چې د قبایلو رییس دی، د تورخم ښاروالۍ دوه سرایونه د دوه جریبه په اندازه په کرایه کړي خو هغوی دوه جریبه نوره ځمکه هم غصب کړې او له یو سرای څخه له ۱۳۹۲ کال راهیسې ۵۴زره افغانۍ باقي داري هم لري.

ښاروال په خپل فسبوک پاڼه کې لیکلي چې خلیل شینواری پرون یې د ده پر وړاندې په تورخم کې لاریون هم کړی و.

دی وايي:"خلیل شینواري په تورخم کې دوه بهټۍ (سرایونه) له ښاروالۍ په کرایه نیولي، یو يې د ورور وجیه الرحمن او بله يې د ده (خلیل) په نوم دی چې دواړه سرایونو يې د کرایې لپاره تدارکاتي پروسه نه ده طی کړې بلکې کوم پخواني چارواکي د جوړجاړي په په پایله کې ورکړي دي."

رحمت الله زیارمل نن پژوک خبري اژانس ته وویل چې د دغو اسناد و له مخې، د ښاروالۍ له خوا د وجیه الرحمن سرای ته ۳۰ بیسوې یا یونیم جریب په کرایه ورکړل شوې خو هغه د ۳۰ بیسوو پر ځای ۶۴ بیسوې یا درې جریبه او ۴ بیسوی راتاو کړې ده چې يې یونیم جریب او څلور بیسوې ځمکه غصب کړې ده.

دی:"د دوی بل سرای د حاجي خلیل په نوم دی چې ښاروالۍ ورته نیم جریب په کرایه ورکړی دی او دوی له کوم پخواني ښاروال سره له جوړجاړي وروسته ۱۶ بیسوې ځمکه راګیر کړې چې دلته يې ۶ بیسوې غصب کړې ده. "

د هغه په وینا، د خلیل الرحمن په نوم سرای له ۱۳۹۲ کال نه تر ۱۳۹۸ کال پورې د کرایې له درکه باقي ده، چې تر اوسه د څو ـ څو ځله جلبونو او مکتوبونو له لېږلو وروسته هم نه حاضریږي.

د تورخم ښاروال زیاتوي:"په تورخم ښارګوټي کې دغو وروڼو ډیزلي برېښنا توزیع کړې او په ښار کې يې شاوخوا ۷۵ د برښنا ستنې درولي خو له تېرې یوې لسیزې راهیسې یې یوه روپۍ کرایه هم ښاروالۍ ته نه ده تحویل کړې او د همدې قرداد له مخې ۵۴۰۰۰ افغانۍ د دولت د مالیې باقي دی چې تېره اوونۍ مې مکتوب پسې ولېږه خو نه حاضریږي."

د ننګرهار دقبایلو رییس وجيه الرحمن شينواري پژواک  ته وویل چې یاده شوې ځمکه دوی نه ده غصب کړې، بلکې اته کاله وړاندې يې ياد سرايونه د همېشه ګل په نوم له يو شخص څخه په همدغو حدودو کې په قرارداد اخیستې ده او دوی یې د مالکيت هېڅ دعوه نه ده کړې.

دی وايي:"اته کاله وړاندې چې دوی په تورخم کې د برېښنا شبکه جوړه کړې وه، د وخت ښاروال ورسره قرارداد کړی چې دوی به د برېښنا هره پايه کې د روښنايي ګروپونه نصبوي او ښاروالۍ به ترې د رايو ټېکس نه اخلي خو د تورخم اوسنی ښاروال پسې دغه ټېکس جمعه کړی دی."

 د هغه په وینا، تورخم ښاروالۍ له هټيوالو پيسې اخلي او اوبه نه ورکوي، دا چې دوی د دغه کار په اړه غبرګون وښود د تورخم ښاروال پرې دا تور پورې کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan