ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د تورخم ښاروال د قبایلو رییس پر غصب او مالیې نه  ورکولو تورن کړ

د ننګرهار د تورخم ښاروال د قبایلو رییس پر غصب او مالیې نه ورکولو تورن کړ

author avatar
9 Apr 2020 - 15:43
د ننګرهار د تورخم ښاروال د قبایلو رییس پر غصب او مالیې نه  ورکولو تورن کړ
author avatar
9 Apr 2020 - 15:43

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) : د ننګرهار دتورخم ښاروال ددغه ولایت د قبایلو رییس د ځمکې پر غصب او دولت ته د مالیې په نه  ورکولو تورن کړی دی، هو رییس دا ادعا ردوي او ښاروال پر فساد تورنوی.

د تورخم ښاروال رحمت الله زیارمل وايي، د هیواد د پخواني قاضي القضات مولوي فضل هادي شینواري زوی خلیل شینواري او ورور وجیه الله چې د قبایلو رییس دی، د تورخم ښاروالۍ دوه سرایونه د دوه جریبه په اندازه په کرایه کړي خو هغوی دوه جریبه نوره ځمکه هم غصب کړې او له یو سرای څخه له ۱۳۹۲ کال راهیسې ۵۴زره افغانۍ باقي داري هم لري.

ښاروال په خپل فسبوک پاڼه کې لیکلي چې خلیل شینواری پرون یې د ده پر وړاندې په تورخم کې لاریون هم کړی و.

دی وايي:"خلیل شینواري په تورخم کې دوه بهټۍ (سرایونه) له ښاروالۍ په کرایه نیولي، یو يې د ورور وجیه الرحمن او بله يې د ده (خلیل) په نوم دی چې دواړه سرایونو يې د کرایې لپاره تدارکاتي پروسه نه ده طی کړې بلکې کوم پخواني چارواکي د جوړجاړي په په پایله کې ورکړي دي."

رحمت الله زیارمل نن پژوک خبري اژانس ته وویل چې د دغو اسناد You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.