د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کرونا له امله په ټوله نړۍ کې نږدې دوه سوه میلیونه خلک بېکاره شوی

د کرونا له امله په ټوله نړۍ کې نږدې دوه سوه میلیونه خلک بېکاره شوی

Apr 09, 2020 - 19:10

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) : د کار نړیوال سازمان ویلي چې د کرونا ویروس له امله په ډیرو هیوادونو کې خلک قرنطین شوي، لوی لوی شرکتونه تړل شوي چې له امله یې شاوخوا ۱۹۵ میلیون کاریګر خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د کار نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې په عربي هیوادونو کې به پنځه میلیونه، په اروپا کې ۱۲ میلیونه او د آرام سمندر د حوزې په هیوادونو کې ۱۲۵ میلیون کارګر چې پوره وخت کار کوي، بې کاره شوي.

له دې دمخه د کار نړیوال سازمان ارزولې وه چې د کروناویروس د کړکیچ له کبله به په ۲۰۲۰ کې له ۵ نه تر ۲۵ میلیونه دندې (کاري مصروفیتونه) له منځه لاړې شي.

خو دغه سازمان په خپل نوي راپور کې اعلان کړی چې په نړۍ کې د هرو پنځو کاریګرو څخه له څلورو زیات کارګر به د کروناویروس د کړکیچ په وجه له تعطیل کیدو نه اغېزمن شي.

د کار نړیوال سازمان رییس ګای رایډر ویلي، چې په پرمختللو او د پرمختګ په حال کې هیوادونو کې دندې او کارګران د غمیزې سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړې : "دا په تیرو ۷۵ کلونو کې د بین المللي همکاریو ستر ازمون دی. که یو هیواد مات شو، مونږ ټول ماته خورو".

له دې دمخه د ملګرو ملتونو عمومي منشي د کروناویروس وبا د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته "ډیر سخت کړکیچ" بللی و او ویلي یې وو چې دغه ناروغي کولای شي په نړۍ کې د بې ثباتۍ او شخړو رامنځ ته کولو ته لمن ووهي.

هغه خبرداری ورکړی چې که په نادارو هیوادونو په ځانګړې توګه په افریقا کې د کروناویروس مخنیوی ونشي، یو ځل بیا به بډایه هیوادونه ګیر کړي او په نتیجه کې به په میلیونونو کسان مړه شي.

د امریکا جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو په اساس تر ننه پورې په نړۍ کې څه دپاسه یو نیم میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي او شاوخوا ۹۰ زره نور یې مړه کړي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan