ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د صبریو ولسوال په یوه برید کې ټپي شو

د خوست د صبریو ولسوال په یوه برید کې ټپي شو

author avatar
10 Apr 2020 - 10:31
د خوست د صبریو ولسوال په یوه برید کې ټپي شو
author avatar
10 Apr 2020 - 10:31

خوست ښار (پژواک، ۲۲ وری ۹۹) : ځایي سرچینې وایي چې د خوست ولایت د صبریو  ولسوالۍ ولسوال په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

ددې ولایت یوې حکومتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د وري په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه تیره شپه په لسو بجو په خلبسات سیمه کې رامنځته شوې وه.

سرچینې زیاته چې وسله والو طالبانو ولسوال ته په کمین کې ناست وو او په برید کې یې ولسوال عبدالحی ځاځی سطحي ټپي، خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو د ولسوال موټر او یو میل وسله هم له ځانه سره وړي ده.

د خوست امنیه قوماندانۍ او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.