کابل (پژواک، ۲۲ وری ۹۹) : د پخواني اجراییه ریاست یو تن سلاکار نعمت الله هوتک کابل کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د وري په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه تر ماښام وروسته د کابل ښار د پنځمې حوزې اړونده د خوشحال خان په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د نامعلومو وسله والو په برید کې د نعمت الله هوتک په نامه یو تن سخت ټپي او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
دی وایي چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د خوشحال سیمې یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن پژواک ته وویل چې پر هوتک برید دده کور سره نږدې شوی و، چې هغه سخت ټپي شوی دی.
د نوموړي په وینا، هوتک د پخوانی اجراییه ریاست سلاکار او دډاکټر عبدالله له نږدې ملګرو څخه و.
د یادونې و ړده چې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د ترور، تښتونو او وژنو پيښې زیاتې شوې او هره میاشت ګڼ شمیر دولتي کارکوونکي او قومی مشران وژل کیږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن