ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار، لغمان او کابل ته د مسافرینو پر تګ راتګ بندیز ولګید

ننګرهار، لغمان او کابل ته د مسافرینو پر تګ راتګ بندیز ولګید

author avatar
10 Apr 2020 - 20:58
ننګرهار، لغمان او کابل ته د مسافرینو پر تګ راتګ بندیز ولګید
author avatar
10 Apr 2020 - 20:58

جلال اباد (پژواک، ۲۲ وری ۹۹) : د ننګرهار ـ لغمان او کابل والیانو په یوه ګډه ناسته کې دغو ولایتونو  ته د مسافرینو پر تګ راتګ د بندیز پرېکړه وکړه چې له سبا ماښام به عملي شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د وري په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو والیانو د یوې ناستې په ترڅ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه پرېکړه وکړه چې د شنبې ورځې د ماښام اته بجو وروسته مسافرینو ته اجاره نه ورکول کیږي چې یادې درې ولایتونو ته تګ راتګ وکړي.
هغه زیاته کړه، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او د کابل والي محمد یعقوب حیدري د ننګرهار ولایت په مقام کې تر لیدنې وروسته په لغمان ولایت کې د یاد ولایت د والي محمد اصف ننګ سره د کرونا پر وړاندې د ګډې مبارزې په ترسره کولو د همغږۍ ناسته وکړه.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، په کابل کې ۹۵ سلنه ټیسټونو ښودلې چې د کرونا ویروس داخلي خپور شوی، په دې موخه چې لغمان او ننګرهار ته د یاد ویروس د را لیږد مخه ونیول شي، د یادو ولایتونو والیانو سره یې په ګډه د شنبې ورځې ماښام له اته بجو وروسته درې واړو ولایتونو ته پر تګ راتګ د بندیز پرېکړه وکړه .

نوموړي زیاته کړه، د دې پرېکړې له مخې د تازه مېوه جاتو، سبزیجاتو، درملو، ساختماني او خوراکي توکو لیږد او په امبولانس کې پروت ناروغ ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي او له دې پرته هیڅوک نشي کولای چې تګ راتګ وکړي .
هغه د ختیځو ولایتونو له ټولو اوسیدونکو څخه وغوښتل چې تر بیا خبرتیا خپریدو پورې په پخپلو ولایتونو کې خپل منځي راتګ څخه ډډه وکړي او تر یوې میاشتې پورې پخپلو سیمو کې پاتې شي .
د لغمان والي محمد اصف ننګ وویل، د درې اړخیزې پرېکړې د تطبیق په موخه پلان لري چې د لغمان اړوند په مشعلې کمر، سرخکان او ګمبیري سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي،ترڅو هیڅ ډول مسافرینو ته د تګ راتګ اجازه ورنه کړي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې درې واړو ولایتونو ترمنځ به د خوراکي توکو،مرستو،روغتیایي توکو او نورو ضروري ملحقاتو د لیږد را لیږد همکارۍ جاري وي او په دې برخه کې به هیڅ ډول ستونزه رامنځته نشي .
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي دوی په تیر کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه کابل سره د نورو ولایتونو په تګ راتګ بندیز محدود کړی و، خو داځل پریکړه یي جدي ده او هیڅوک نشي کولای چې د دې درې ولایتونو ترمنځ تګ راتګ وکړي.
هغه زیاته کړه، دا پرېکړه په سیاسي او نورو مشرانو هم تطبیق کیږي او هیله یې وکړه چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه له سرغړونو څخه ډډه وکړئ .
د کابل لغمان او ننګرهار ولایتي چارواکو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې په کابل کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر لوړ شوی او په عمومي ډول یې خلک قرنطین شوي دي .
د یادو لیدنو پر مهال د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال محمد ایمل نیازي سربېره د کابل او لغمان ولایتونو امنیتي مسؤلینو هم شتون درلود .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.