ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټوله نړۍ کې  له کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمیره له ۹۵ زرو واوښته

ټوله نړۍ کې له کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمیره له ۹۵ زرو واوښته

author avatar
10 Apr 2020 - 10:27
ټوله نړۍ کې  له کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمیره له ۹۵ زرو واوښته
author avatar
10 Apr 2020 - 10:27

کابل (پژواک،۲۲ ورى ٩٩): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمیره له ۹۵ زرو څخه اوښتې ده او تر یو میلیون او ۶۰۰ زره زیات خلک پرې اخته شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ یو میلیون او۶۰۰ زره کسان اخته شوي دي.

دغه سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹۵ زره کسان مړه شوي چې ډیری یې اروپایي هیوادونو کې دي.

د امریکا د جان هاپکن پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې۳۵۶  زره کسان بیرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته شوي، هلته تر ننه پورې شاوخوا ۴۶۹  زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی اوڅه دپاسه ۱۷ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز په هسپانیا کې ۱۵۳ زره پرې اخته او۱۵  زره مړه شوي دي، په ایټالیا کې ۱۴۳ زره کسان پرې اخته او ۱۸ زره ترې مړه شوي دي،  په جرمني کې ۱۱۸ زره زره پرې اخته او ۲۲۰۰ تنه مړه شوي دي، په فرانسه کې ۱۱۷ زره  کسان پرې خته او ۱۲ زره مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره پرې اخته او ۳۴۰۰ مړه شوي ، په ایران کې ۶۶ زره پرې اخته او ۴۰۰۰ مړه شوي دي، په پاکستان کې ۴۷۰۰ زره کسان پرې اخته  او ۷۲ تنه مړه شوي، په هندوستان کې ۶۰۰۰ زره پرې اخته او ۱۸۰ تنه مړه شوی دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه ۵۲۱ کسان پرې اخته او ۱۵ تنه مړه شوي دی،. چې ډیری یې له ایرانه راغلي کډوال او د هرات ولایت دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.