کابل (پژواک، ۲۲ وری ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دداعش نیول شوی مشر اسلم فاروقي په ډیرو جنایتونو کې ککړی او همدلته به محاکمه کیږي.
د افغانستان د ملي لوی ریاست څو ورځې مخکې د داعش خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور و، له شلو تنو مهمو قوماندانانو سره له کندهار ولایت څخه نیولی و.
ملي امنیت ویلي چې نوموړی د خیبر پښتونخوا د اورکزی ایجنسی اوسیدونکی و، لومړی یې په پيښور ښار کې ترهګریز فعالیتونه کول او بیا افغانستان ته راغلی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي وو، دا چې اسلم فاروقي هلته هم ترهګریز فعالیتونه کړي، نو د نورو پلټنو لپاره باید ورته وسپارل شي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وري په ۲۲مه، په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، اسلم فاروقي په افغانستان کې ډیر جنایتونه کړي او همدلته به د افغانستان د قوانینو په رڼا کې محاکمه کیږي.
سرچینې زیاته کړې د پاکستان دولت هغه یاداشت چې په هغه کې یې د اسلم فاروقی د ورتسلیمولو غوښتنه کړې ده د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ترلاسه کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، اسلم فاروقی د داعش ډلې هغه مشر دی چې په افغانستان کې یې ډیر جنایات ترسره کړي دي. پر نوموړي د ډیرو هغو عملیاتو د رهبرۍ تور دې چې په نتیجه کې ګڼ شمیر ملکي افغانان او سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له ده سره به د افغانستان د نافذه قوانینو پر بنسټ چلند وسي. افغانستان د ترهګرو ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي، یو ډول قانوني چلند ورسره کوي او د ترهګرۍ ضد مبارزې ټولو تعهداتو ته ژمن دی.
سرچینې ویلي، له هغه ځایه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د متهمینو او مجرمینو د استرداد تړون نه دې موجود، اسلم فاروقی سره به د افغانستان د قوانینو پر بنسټ چلند وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړه هیوادونه کولای سي چې د افغانستان او پاکستان د سولې او سوکالی د عمل د مشترک پلان (APAPPS) په چوکاټ کې د هغو اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې مشترکې هڅې وکړي چې د تروریزم سره د مبارزې په لار کې مرسته وکړای شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن