د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۵۲۱ ته ورسېدې

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۵۲۱ ته ورسېدې

Apr 10, 2020 - 10:49

 کابل (پژواک، ۲۲ وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له ۳۷ نویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر ۵۲۱ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مایار وایي ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۶ نوې پېښې په کابل، اته په هرات، دوې په کندهار، دوې په لوګر، دوې په دایکنډي، دوې په تخار او یوه، یوه په بامیانو، پروان، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوي دي.

هغه تېره ورځ وېیلي و چې هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله ۱۵ کسان مړه شوي او ناروغانو له ډلې ۳۲ تنه روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور مياشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښار کې خپور شو، اوس د نړۍ تر دوه سوه ډېرو هېوادنو ته خپور شوی دی. د نړيوالو سرچينو د تېرې ورځې د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندی یو نیم میلیو ‎کسان اخته شوي او له دې ډلې شاوخوا ۸۹ زره کسان مړه شوي دي.

د تېرې ورځې د راپورونه له مخې، په ټوليزه توګه پر کرونا ناروغۍ له اخته کسانو شاوخوا ۳۲۰ زره کسان بیرته روغ شوي دي. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking