د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د چمن – سپین بولدک او تورخم لویې لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانېستل شوې

د چمن – سپین بولدک او تورخم لویې لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانېستل شوې

Apr 10, 2020 - 14:58

کندهار، جلال اباد (پژواک، ۲۲ وری ۹۹) : د پاکستان لخوا تر اعلان وروسته د چمن- سپین بولدک او  تورخم لارې نن د سوداګرۍ او ټرانږیټ پرمخ پرانستل شوې او اونۍ کې به درې ورځې موټرې تګ راتګ کولی شي.

پاکسنتان تیره میاشت د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له افغانستان سره ټولې لارې د سوداګرۍ او مسافرو پر مخ وتړلې، خو څو و رځې مخکې پاکستان اعلان وکړچې د افغان حکومت په غوښتنه یې د څلورو ورځو لپاره یادې لارې د مسافرو پر مخ پرانستلې .

په تیرو څلور ورځو کې نږدې ۸۰ زره افغانان له پاکستان څخه هیواد ته راستانه شول.

تیره ورخ د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې په اونۍ کې درې ورځې ( جمعه ، دوشنبه او چهارشنپه ) به یادې لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ هم خلاصې وي.

د ننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د وري په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار له تورخم لارې د سوداګریزو موټو راتګ پیل شوږ

هغه که څه هم په دې اړه معلومات ورنه کړل نن څومره موتر را اوښتي، خو وايي چې په یادو ورځو کې به په پاکستان او پښتونخوا کې په خوراکي موادو او نورو توکو بار بند ۱۰زره کانټېنر افغانستان ته ورسېږي.

د سپين بولدک لار د دواړو هېوادونو د هوکړې له مخې نن جمعه د ټزانزیټ او سوداګرۍ لپاره خلاصه شوه. په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو کمېسار ډګروال محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هوکړې له مخې دغه لار به د اوونۍ درې ورځې (دوشنبه، چهار شنبه او جمعه) د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره پرانیستې وي.

دی وايي، نن سهار لار اووه بجې پرانیستل شوه چې د مازدیګر تر پنځو بجو به پرانیستې وي. د ده په خبره، لومړیتوب د خوراکي توکو موټرونو ته ورکول شوی او تر دې مهاله لسګونه په خوراکي توکو بار موټر افغانستان ته را اوښتي دي چې وروستۍ شمېرې به یې نن د ورځې تر پایه خپرې شي.

هغه زیاته کړه، دواړه لوري د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه پر یوه میکانیزم سلا شوي چې له دې لورې به ۱۰۰ تنه په صحي جامو ملبس موټر چلوونکي په صفري برخه کې له پاکستانیو موټر چلوونکو موټرونه تسلیموي، د افغانستان په خاوره کې به یې ګمرکي او مالیاتي چارې خلاصوي او وروسته به یې بیرته پاکستاني چلوونکو ته سپاري.

ده وویل، ورته کار به د پاکستان لوري ته هم کېږي څو د کرونا وایرس د لېږد او خپرېدا مخنیوی وشي. د ډیورنډ کرښې په هغې غاړې چمن ښار کې د افغان سوداګرو ۹ زره په خوراکي او غیر خوراکي توکو او درملو بار لارۍ ولاړې دي.

 

تر دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي وو، چې د لارې د بندیدو له امله هره ورځ افغان سوداګر دوه میلیونه ډالره زیان  کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking