کابل (پژواک، ۲۲ وری ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې د هدفي وژنو او ترهګریزو پيښو د مخنیوي په موخه یې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوندو ټولو سیمو کې د موټرسایکلو پر ګرځولو بندیز لګولی دی.
په پنځمه حوزه کې د خوشحال خان ،افشار، د قمبر څلور لاری، قرغه، له کوټه سنګي تر کمپنۍ سړک او دواړو غاړو ته یې کلي شامل دی.
د کورنیو چارو وزارت لخوا د وري په ۲۲مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددوی د څېړنو له مخې کابل کې په تېره بیا د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ډېری ترورېستي پېښې، هدفي وژنې او جنايي جرمونه د موټرسایکل سپرو کسانو لخوا ترسره کېږي.
سرچینې زیاته کړې، پر دې بنسټ د پنځمې امنیتي حوزې اړوند درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، څو د کورنیو چارو وزارت لخوا د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو دې د موټرسایکل له ګرځونې په کلکه ډډه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پولیس د عامه امن او نظم ساتونکي دي او هر هغه څوک چې د کورنیو چارو وزارت له دې امریې سرغړونه وکړي، موټرسایکل به یې ضبط او له چلوونکي سره به یې قانوني جدي چلند کېږي.
د یادو سیمو اوسیدونکي که څه هم د کورنیو چارو وزارت ددې اقدام هرکلی کوي، خووایي چې ددې پر ځآی دې خپل استخبارات قوي کړي.
د خوشحال خان سیمې یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن پژواک اژانس ته وویل چې له تیرو څو کلونو راهیسې په دې حوزه کې سلګونه دولتي لوړ پوړي او ټیټ مامورین، دیني عالماء او قومي مشران ترور شوي دي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې دداسې اقداماتو ترڅنګ دې خپل استخبارات پیاوړي او امنیتي پوستې او چیک پواینټونه زیات کړي.
د کورنیو چارو وزارت دا اقدام په داسې حال کې کړی چې تیره په خوشال خان سیمه کې د ډاکټر عبدالله یو سلاکار په وسله وال برید کې سخت ټپی شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن