کندهار (پژواک، ۲۲ وری ۹۹) : د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د چاودنې له امله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د وري په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د مېله والو په منځ کې شوې چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي یې وژلي او ۲ تنه یې ټپیان کړي دي.
د والي ویاند بهیر احمدي هم وايي چې په چاودنه کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، او هلته نظامي کسان نه وو.
ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن