کابل (پژواک، ۲۲ وری ۹۹ ) : په پاکستان کې افغان سفارت وایي چې په خیبر پښتونخوا کې دوه تنه افغان کډوال د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا د وري په ۲۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوه افغان کډوال د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور او مردان ښارونو کې په کرونا ویروس د اخته کېدو او پرون په روغتونونو کې له بستر کېدو وروسته نن مړه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د یادو کسانو له مړه کېدو وروسته د معایناتو د پایلو په راتلو سره معلومه شوې چې یاد کسان د کرونا په ویروس اخته شوي وو.
افغان سفارت ویلي، دوه نور افغانان، په پېښور کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، سفارت د مړو شوو کډوالو له کورنیو او له درملنې لاندې دواړو کډوالو سره په دوامداره اړیکه کې دی او ددوی له کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک بولي.
د یادونې وړده، چې تر دې مخکې په ایران کې هم لسګونه افغان کډوال له کرونا څخه مړه شوي دي.
د کرونا وبا چې له چین څخه خپره شوې اوس د نړۍ په ۲۰۰ هیوادونو کې يې ۱۷ لکه خلک پرې اخته شوي، سل زره مړه او ۳۵۰ زره نور روغ شوي دي.
په افغانستان کې دغه ناروغي په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده او تر اوسه ۵۲۱ کسان پرې اخته، ۱۵ مړه او ۳۲ روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن