ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي : که کرونا همداسې روان وي، خلک دې روژه کې تراویح کورونو کې وکړي

سعودي : که کرونا همداسې روان وي، خلک دې روژه کې تراویح کورونو کې وکړي

author avatar
13 Apr 2020 - 16:35
سعودي : که کرونا همداسې روان وي، خلک دې روژه کې تراویح کورونو کې وکړي
author avatar
13 Apr 2020 - 16:35

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۹): د سعودي حکومت پریکړه کړې چې که  د کروناویروس ژر مخه ونه نیول شي او همداسې روانه وی، نو د روژې میاشت کې دې خلک د تراویح لمونځ پخپلو کورونو کې وکړي.

د سعودي ګزټ په نامه یوې رسنۍ د وري په ۲۵مه، خبر ورکړی چې دا پریکړه د سعودي د اسلامي چارو وزارت یوه چارواکي ډاکټر شیخ عبداللطیف ببن عبدالعزیز آل شیخ په یوه تازه مرکه کې کړې دي.

هغه دعا کړې ده چې الله تعالی دې دا وبا ژر تر ژره له منځه یوسي.

ده ویلي، دا چې په جوماتونو کې فرضي لمونځونه ددې وبا له امله بند شوي او خلکو ته ویل شوي، چې کورونو کې وکړي نو تراویح خو فرض هم نه سنت دی.

د سعودي دغه دیني عالم او چارواکي د الله تعالی په دربار کې دعا کړې چې د مسلمانانو د تراویح لمونځونه که هغه جومات کې ادا کوي یا کورونو کې پخپل دربار کې قبول کړي.

شیخ عبدالعزیز ویلي چې ددوی د وزارت په چوکاټ کې د شرعي علومو یوه کمیټه جوړه شوې څو د کرونا پر ضد د مخنیوي د اقداماتو لپاره شرعي پریکړې وکړي .

نوموړي د جوماتونو د بندیدلو له امله د جنازې د لمونځونو په اړه ویلي چې له ټولو وقایوي اقداماتو او د حکومت د لارښوونو سره سم دې په پراخه سیمو کې دې د جنازې لمونځونه ادا کړی شي.

د هغه په وینا، د جنازې لمونځ دې په هدیرو کې ادا شي ، ډیر خلک دې پکې ګډون نه کوي، نور پاتې خلک دې پخپلو کورونو کې مړي ته دعاګانې وکړي .

د یادونې وړ ده چې د نورې نړۍ ترڅنګ په سعودي کې د کرونا ناروغي په تیزۍ سره خپریږي، هلته تر اوسه ۴۳۰۰ کسان پرې اخته او ۶۰ تنه ترې مړه شوي دي. 

د کرونا ویروس چې څلور میاشتې مخکې په چین کې خپره شوې اوس د نړۍ ۲۰۰ هیوادونو ته رسیدلې ۱۸ لکه  خلک پرې اخته او ۱۱۵ زره خلک ترې مړه شوي دي.

دغه راز په افغانستان کې هم دا ناروغۍ په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه ۶۶۵ کسان پرې اخته او ۲۱ تنه مړه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.