ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د  کورنیو چارو وزارت: د کرونا او قرنطین له امله کابل کې جنایي جرمونه کم شوي

د کورنیو چارو وزارت: د کرونا او قرنطین له امله کابل کې جنایي جرمونه کم شوي

author avatar
15 Apr 2020 - 11:16
د  کورنیو چارو وزارت: د کرونا او قرنطین له امله کابل کې جنایي جرمونه کم شوي
author avatar
15 Apr 2020 - 11:16

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کرونا ویروس او قرنطین له امله په کابل ښار کې د جنایي جرمونو کچه ټیټه شوې ده.

دیادونې وړ ده، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له تیرو نږدې درېیو اونیو راهیسې په کابل ښار کې دولتي او شخصي ادارې رخصت دي او د خلکو پر ګرځیدو هم بندیز لګول شوی، خو  په لرې پرتو سیمو کې دا قرنطین اوس هم سم نه دی پلی شوی.

هغه زیاته کړه، چې په دغه موده کې په کابل ښار کې د جنایي جرمونو کچه ټیټه شوې، خو دقیقه سلنه یې ځکه نه شي په ډاګه کړی، چې ډیرو ارزونو او څیړنو ته اړتیا لري.

ارین وایي چې پولیسو په کابل کې په تیره یوه میاشت کې د کابل ښار له بیلا بیلو سیمو کې ۷۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې ددوی ټوله هڅه همدا ده چې په ښار کې امنیت ټینګ شی، جنایی جرمونه او ترهګریزې پيښې کمې شي.

ده زیاته کړه، چې په همدې هڅو کې سر له نن څخه په ټول کابل ښار کې د موټرسایکلو پر ګرځیدلو بندیز ولګول شو، خو هغه شرکتونه چې په ان لاین توګه  موټرسایکلونو له لارې خلکو ته بیلا بیل ډول خدمات وړاندې کوي،د ځانګړي جواز سره کولی شي فعالیت وکړی .

د کورنیو چارو  وزارت وایي چې د کابل ښار ډیری جنایي جرمونه او ترهګریز فعالیتونه له موټرسایکلونو څخه په استفادې ترسره کیږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.