سرپل (پژواک، ۲۷وری۹۹): د سرپل د عامې روغتیا ریاست وایي، پر کرونا ناروغۍ اخته تن چې تېره ورځ له روغتون نه تښتېدلی و، د طالبانو په مرسته ونیول او بېرته د دغه ولایت ولایتي روغتون ته ولېږدول شو.
د سرپل د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دغه تن چې عبدالرحیم نومي او ۱۸ کاله عمر لري، پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو له امله په یاد روغتون کې بستر و او تېره ورځ سهال له روغتون نه تښتېدلی و.
د سرپل د عامې روغتیا مشر ډاکتر نوراحمد اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې عبدالرحیم نن له طالبانو سره د همغږی په پایله کې د سرپل په سوزمه قلعه ولسوالې کې ونیول او د سرپل ولایتی روغتون ته ولېږدول شو.
د اسحاقزی په وینا، هغو کسانو ته د کورني قرنطین توصیه شوې چې له عبدالرحیم سره په اړیکه کې شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه افغانستان کې ۷۸۴ د کرونا مثبت پېښې ثبت شوي او له دې ډلې ۲۳ تنه مړه او ۴۰ تنه بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن