ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې واورې او غره ښوېېدنې خلکو ته زیانونه اړولي او لار یې بنده کړې ده

پنجشېر کې واورې او غره ښوېېدنې خلکو ته زیانونه اړولي او لار یې بنده کړې ده

author avatar
15 Apr 2020 - 10:11
پنجشېر کې واورې او غره ښوېېدنې خلکو ته زیانونه اړولي او لار یې بنده کړې ده
author avatar
15 Apr 2020 - 10:11

پاراخ (پژواک، ۲۷وری۹۹): تېره شپه د پنجشېر په ابشار او دویمې حصې ولسوالیو کې د وارورې او غره ښووېېدو له امله لس کورونه، یو جومات، یو ښوونځی، دوې هټۍ او دوه موټر زیانمن شوي او ځينې لارې تړل شوي دي.

پنجشېر کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې مشر ذبیح الله یزداني پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره نیمه شپه د دغه ولایت د ابشار ولسوالۍ په پرنګال کلي کې واروې ښوېېدنې خلکو ته زیانونه واړول.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغې واورې ښوېېدنې له امله لس کورونه، یو جومات، یو لومړنی ښوونځی، دوې هټې او دوه موټر سخت زیانمن شوي دي.

هغه زیاته کړه چې تېره شپه د دغه ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ په تندخو کلي کې غر ښوېېدلي چې له امله یې د ولسوالۍ له مرکز سره د عبدالله خېلو درې لار تړل شوې ده.

ده وویل چې دغه واوره او غر ښوېېدنه ځاني زیان نه لري.

د پنجشېر د والي ویاند محمد منصور عنابي دغې پېښې تاییدوي، او د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې سیمه ییز حکومت له پېښو ځپلو سره د مرستې لپاره توکي برابر کړي او ژر به ورباندې ووېشل شي.

پنجشېر یو غرنی ولایت دی او دا مهال یې غرونه له واورو ډک دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.