ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې نهه امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Apr 2020 - 13:58
author avatar
18 Apr 2020 - 13:58

 کندوز ښار (پژواک، ۳۰ وری ۹۹): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

 په کندوز کې یوې امنیتي سرچینې د وري په ۳۰ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په صغیره سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کړی دی.

هغه وایي چې په دغه برید کې پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه د ملي اردو سرتېري او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې درې سرتېري طالبانو له ځانه سره هم بیولي دي. خو د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري پژواک ته وویل چې په دغه جګړه يواځې دوه پولیس برسېرن ټپیان شوي دي.

ده زیاته کړه چې په یاده جګړه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. دغه راز د ۲۱۷ پامیر قول اردو مرستیال ویاند هادي جمال دغه جګړه تایید کړه خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.